BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:04 گرينويچ 2008 ,28 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايسا: په افغانستان کې پانگونه کمه شوې

په افغانستان کې د پانگونې د هڅولو او ارزونې اداره (ايسا)
د ايسا مسولينو امنيتي ستونزې د پانگې اچونې د کمېدو د لاملونه په توگه يادې کړي دي.
د افغانستان د پانگې اچونې د ملاتړ اداره ( ايسا) وايي د ٢٠٠٦ کال په پرتله په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې په دغه هيواد کې پانگونه کمه شوې ده.

خو د يادې شوې ادارې چارواکي وايي هيله مند دي چې په ٢٠٠٨ کال کې به د پانگونې کچه لوړه شي.

د ايسا مسولينو امنيتي ستونزې د پانگې اچونې د کمېدو د لاملونه په توگه يادې کړي دي.

د افغانستان د پانگه اچونې د ملاتړ اداره وايي په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې د ٢٠٠٦ کال په پرتله لږ پانگه اچونه شوې.
هغۀ وويل: ''په افغانستان کې له ٢٠٠٢ ميلادي کال را په دېخوا تر ننه په بېلابېلو برخو کې پينځه اعشاريه پينځه مليارده ډالره پانگونه شوې''.

 د ٢٠٠٨ کال لپاره زموږ هيله دا ده چې په خصوصي سکتور کې به تر يو مليارد ډارو ډېره او غالبا يو اعشاريه پينځو ملياردو ډالرو ته ورسيږي
عمر زاخېلوال

د ايسا مشرعمر زاخېلوال ددغې ادارې په کلنۍ غونډه کې وويل په ٢٠٠٧ کال کې په بېلابېلو برخو کې ٥٠٠ مليونه امريکايي ډالره پانگونه شوې ده.

ښاغلي زاخېلوال وويل په داسې حال کې چې په ٢٠٠٦ کال کې د خصوصي سکتور په برخه کې د پانگې اچونې کچه يو مليارد ډالره وه.

نوموړي زياته کړه: ''د ٢٠٠٨ کال لپاره زموږ هيله دا ده چې په خصوصي سکتور کې به تر يو مليارد ډارو ډېره او غالبا يو اعشاريه پينځو ملياردو ډالرو ته ورسيږي''

د افغانستان د پانگه اچونې د ملاتړ ادارې مشرهيله وښوده چې په ٢٠٠٨ ميلادي کال کې به تر يو مليارد ډالرو ډېره پانگونه وشي.

ښاغلي زاخېلوال همدارنگه وويل په روان کال کې د پانگه اچونې په برخه کې د حکومت ملاتړ ته اړتيا ده.

نوموړي وويل د پانگې اچونې د ملاتړ اداره په داسې لارو چارو غور کوي چې له مخې به يې په افغانستان کې د پانگوالو اړتياوې بشپړې کړي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت