BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:17 گرينويچ 2007 ,04 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل د پانگونې د نړيوال کنفرانس کوربه دى

افغاني توليدات
افغان ولسمشر له کورنيو او بهرنيو پانگوالو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې پانگونه وکړي .

ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د خصوصي سکتور لپاره د پانگونې د شرايطو د برابرولو په اړه په نړيوال کنفرانس کې خبرې کولې.

د پانگونې لپاره د شرايطو د څېړلو د دغۀ دوه ورځني کنفرانس لومړۍ اندېښنه هم په افغانستان کې دامنيت څرنگوالي دى چې له کبله يې د پراخې پانگونې مخه ډب شوې .

اداري فساد، د برېښنا کموالى، پيچلى اداري سيستم او يو لړ نور مسايل هم شته چې د پانگونې په وړاندې يې په تېرو پنځو کلونو کې خنډونه پېښ کړي.

ددغو ټولو ستونزو د حل، د شته امکانا تو څخه د گټې اخيستو او جنگ ځپلي افغانستان ته د پانگونې د جذبولو په لارو چارو به راټول شوي افغان او بهرني کار پوهان او پانگوال خبرې وکړي.

ولسمشر کرزي په دغه هېواد کې د شوې شاوخوا پنځه ميليارد ډالره پانگونې څخه خوښ دى چې له کبله يې په لسگونو زره افغانانو ته کار روزگار پيداشوى . دۀ د کنفرانس په گډونوالو او نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې له پانگونې گټه پورته کړي .

ولمسشر کرزي وويل: ''تجربې ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې چې هر چا په افغانستان کې په هر ډگر کې پانگونه کړې، ډېره گټه يې کړې. نو ښاغلو او اغلو، افغانستان د پانگونې لپاره ښه ځاى دى. خطرونه لاهم شته، امنيت د افغان او بهرنيو پانگوالو لپاره يوه اندېښنه ده، خو دې امنيتي اندېښنو په افغانستان کې د پانگونې مخه نه ده نيولې.''

ښاغلي کرزي دغه څو جملې تر دې دمخه په ډېر بهرنيو او کورنيو غونډو کې هم په ډاگه کړ ې دي. دى هڅه کوي چې دغۀ هېواد ته د سترو پانگو په راماتولو سره له يوې خوا بيکاري او بې وزلي پاى ته ورسوي او له بل پلوه په افغانستان کې سوله او امنيت ډاډ من کړي.

افغان ولسمشر ژمنه وکړه چې د پانگونې لپاره به ټولو ستونزو ته پام کوي او د داسې لارو چارو د موندلو په لټه کې دى چې د پراخې نړيوالي پانگونې لپاره د جواز ليکونو يا ليسنس ورکول ساده کړي، بېرو کراسي او اداري فساد ورک کړي.

امنيتي اندېښنې
کرزی
 ''تجربې ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې چې هر چا په افغانستان کې په هر ډگر کې پانگونه کړې، ډېره گټه يې کړې. امنيت د افغان او بهرنيو پانگوالو لپاره يوه اندېښنه ده، خو دغو امنيتي اندېښنو په افغانستان کې د پانگونې مخه نه ده نيولې
افغان ولسمشر، حامد کرزى

په تېرو پنځو کلونو کې افغان چارواکي په پرلپسې توگه هڅه کوي په خپلو قوانينو او کړنو کې داسې اصلاحات رامخې ته کړي چې افغانستان د نورې پانگونې کوربه شي.

په همدې حال کې د اغاخان د پرمختيايي ټولنې مشر کريم اغاخان چې دغه نړيوال کنفرانس يې رابللى او په افغانستان کې يې له وړاندې لسگونه ميليونه ډالره پانگونه کړې په دغه هېواد کې يې د پانگونې لپاره حالات مناسب وبلل او د ناستې له گډونوالو يې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې له شته فرصتونونه گټه پورته کړي.

دماليزيا لومړي وزير عبدالله احمد بدوي چې نېغ په نېغه يې له کولا لمپور څخه په کابل کې د کنفرانس گډوالوته د ويډيويي اړيکې له لارې وينا کوله وويل چې هېواد يې له افغانستان سره د پانگونې په راجذبولو کې دخپلو تجربو شريکولو ته تيار دى. ښاغلي بدوي دافغانستان پر مختگ په پانگونې پورې وتاړه او په دې برخه کې يې د ورته کنفرانسونو جوړول مهم وبلل.

ټاکل شوې چې د دغې نړيوالې غونډې په دويمه او وروستۍ ورځ کې د پاکستان لومړى وزير شوکت عزيزهم گډون وکړي چې هېواد يې له افغانستان سره ترټولو زياته سود اگرېزه راکړه ورکړه لري.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت