|
د کاروباري جوازليکونو په صادرولو کې اسانى راځي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکو په دغه هېواد کې د کار دفعاليت دجواز ورکولو بهير د اسانولو هڅې پيل کړې. د سوداگرۍ وزير د بېلا بېلو ادارو استازو ته وويل چې د پانگونې، سوداگرۍ او نور چارو دترسره کولو لپاره د ليسنس داخيستو دغه اوږد بهير دې ساده کړى شي چې له مخې به يې د ده په باور داداري فساد ستونزه هم کمه شي. دا مهال يوازې دپانگونې څخه د ملاتړ ادارې (ايسا) د پانگې اچونې چارې اسانه کړې او په نور برخو کې دکار د جواز اخيستل لاهم پېچلى اداري بهير لري چې دچارواکو په وينا په دغه چاره کې د اداري فساد د شته والي اودکار ځنډېدو له کبله ډېر کسان په بيلابيلو برخو کې دکار له کولولاس په سر شوي . دامهال په افغانستان کې ٥٦ ادارې د بېلابيلو چارو د ترسره کولو لپاره جواز ليکونه يا ليسنس ورکوي چې په ډېرو برخو کې د گڼو لاسليکونو او اداري فساد د شته والي څخه سرټکول کيږي. داوخت دسوداگرۍ اونورو چارو تر سره کوونکي په يوه ځانگړې برخه کې دکار کولو لپاره دجواز اخيستل څو ادارو ، لسگونو لاسليکونو ، اونيو اونيو وخت او د بډو په ډول ديوې اندازې پيسو لگولو ته اړتيا لري. په تېرو څو کلونوکې په پرلپسې توگه پانگوالو، سوداگرو او نوروفعاليت کوونکو له دې سرټکاوه چې د يوه درملتون، دټولنې د جوړېدو، د معاملاتو دلارښونې ددفتر د پرانيستلو، دموټر لپاره د جواز سير داخيستو، په کرنيز، صنعتي او نوروبرخو کې دکار دجواز د تر لاسه کولو بهير ډېر کړکيچن اوزړه تورونکى دى.
دامهال يوازې دپانگه اچونې په ډگر کې دايسا اداره دغه اداري چارې د پانگوالو لپاره اسانه کړي. دغې تجربې ته په کتو سره اوس افغان چارواکي هڅې کوي چې په ټولو نور ادارو کې دکارد ليسنس داخيستو بهير اسانه او خلکو ته کارونه پيدا کړي . د همدې ستونزې په حل دبحث لپاره په کابل کې د بيلابيلو دولتي ادارو راټولو شويو استازوته د سوداگرۍ وزير محمد امين فرهنگ وويل دجواز اخيستلو دغه پيچلي بهير اداري فساد ته لاره هواره کړې او بايد مخه يې ونيول شي . ښاغلي فرهنگ وويل دوى به هڅه وکړي چې د کار دفعاليت دجواز اخيستو تر ټولو اسانه لاره پيدا او وروسته يې د قانون په بڼه پلي کېدو ته وړاندې کړي . د سوداگرى دوزارت د خصوصي سکتور د پراختيا دمشر حفيظ الله ولي رحيمي وايي اوسنى بهير د فعاليت کوونکو د زړه تورۍ لامل کيږي. راټول شوي استازي په ټولو برخو کې دکار او فعاليت د ليسنس يا جواز دورکولو په پيچلي اداري سيستم يوه خوله و او ددغه بهير دساده کولو غوښتنه يې کوله . له پنځو کلونو وروسته د دغه ډول چارې دترسره کولو کار اوس هم هغو کسانو ته په زړه پورې خبر دى چې غواړي په دغه هېواد کې پانگه وا چوي او په بيلا بيلو برخو کې فعاليت ترسه کړي.افغان حکومت ددغه هېواد داساسي قانون له مخې ژمنه کړې چې دخصوصي سکتور د فعاليت لپاره به لاره هواروي او راجذبوي به يې. | ورسره تړلي نور خبرونه کابل: تير کال ١ ميليارد ډالره پانگونه شوې18 جنوري, 2007 | خبرونه ناټو:افغانستان جدي پانگونې ته اړتيا لري 19 اکتوبر, 2006 | خبرونه زاخيلوال : بې امنيتى پانگونې ته مشکل نه دى پېښ کړى10 مۍ, 2006 | خبرونه کرزى : د پانگونې په وړاندې خنډونه ورکوو09 مۍ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||