BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:40 گرينويچ 2007 ,08 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سنگين: په مخابراتي ډگر کې پانگونه په زياتېدو ده

په افغانستان کې د مخابراتو د ډگر تر ټولو څرگنده پرمختيا د گرځنده ټيليفونونه رواجېدل دي
چارواکي وايي دا مهال په هرو شپږو افغانانو کې يو تن ټيليفون لري
د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي د روان لمريز کال تر پايه به د مخابراتو په برخه کې د پانگه اچونې کچه له يو ميليارد ډالرو نه پورته شي.

د مخابراتو وزير اميرزى سنگين وايي همدا اوس له ٧٠ په سلوکې ډېر افغانان مخابراتي اسانتياوو ته لاسرسى لري او دغه کچه د ورځې په تېرېدو لوړيږي.

د ښاغلي سنگين په وينا، د روان کال تر پايه به د افغانستان تر ١٠٠٠ ډېر لرې پراته کلي چېرته چې خصوصي مخابراتي کمپنيو کار نه دى پيل کړى، د مخابراتو وزارت په هڅو تر مخابراتي پوښښ لاندې راوستل شي.

په افغانستان کې د دولتي خدماتو ترڅنگ، همدا اوس پنځه مخابراتي شرکتونه کارکوي.

د افغانستان د مخابراتو وزير په داسې حال کې چې په تېرو څو کلونو کې د مخابراتو په برخه کې د بهرنۍ پانگه اچونې کچه تر بلې هرې برخې لويه وبلله.

ښاغلي سنگين وويل تر دې مهاله د مخابراتو په برخه کې ٩٢٥ ميليونه ډالره پانگه اچونه شوې چې د هغه په وينا، دغه شمېره به د روان لمريز کال تر پايه له يوميليارد ډالرو نه پورته شي. د مخابراتو وزير همدارنگه وويل چې دا مهال په هرو شپږو افغانانو کې يو تن ټيلفون لري او د مخابراتي اسانتياوو لمن هم د ټولو ولايتونو د مرکزونو په گډون د هيواد له ٢٥٠ نه ډېرو غټو او وړو ښارونو ته پراخه شوې ده، خو د هغه په وينا، بياهم د افغانستان يوشمېر کوچنۍ او لرې پرتې سيمې شته چې هلته بايد مخابراتي اسانتياوې برابرې شي.

ښاغلي سنگين وويل: '' تاسو پوهيږئ چې د گرځنده ټيلفونونو کمپنۍ يوازې په هغو ځايونو کې چې له سوداگريزه پلوه ورته گټور وي، انتنونه دروي. موږ فکر کوو دابه ډېر وخت ونيسي چې مخابراتي شرکتونه هغو ځايونو ته ورسيږي او ښايي ځينو ځايونو ته هېڅ ونه رسيږي. له همدې امله موږ يوه پروژه تر کار لاندې نېولې، چې کم له کمه د همدغو کليو اړيکې ټينگې کړي او موږ پلان لرو چې د ١٣٨٦ کال له پاى ته رسېدو نه مخکې د ١٠٠٠ کليو اړيکې ټينگې کړو او په راتلونکي کال کې ٥٠٠٠ نور کلي په پام کې لرو.

مخابراتي اسانتياوې په تېرو پنځو کلونو کې په پراخه کچه افغانستان ته راغلې. همدا اوس په دغه هيواد کې پنځۀ مخابراتي شرکتونه په کار لگيا دي، چې د مخابراتو وزارت په وينا، د دغو شرکتونو د سياليو په پايله کې له پخوا نه د مخابرو په لگښت کې د پام وړ بدلون راغلى دى.

څو کاله پخوا په افغانستان کې يو گرځنده ټيلفون او سيم کارت د کابو ٥٠٠ ډالرو په بدل کې پلورل کېده، چې دا مهال د هر سيم کارت بيه يو ډالر او په ځينو برخو کې وړيا ته راښکته شوې ده. همدارنگه د ټيلفوني اړيکو د هرې دقيقې لگښت هم ټيټ شوى او د مخابراتو وزارت هيله څرگندوي چې په راتلونکو کلونو کې به دغه لگښت نور هم ټيټ شي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت