BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:16 گرينويچ 2008 ,12 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د امريکا يوه لوى پوځي قومندان استعفا ورکړه
اميرالبحر ويليم فالون
د امريکا دغه ٣٦ کلن پوځي قومندان د منځني ختيځ په ارام اقيانوس کې د ٢٠٠٧ کال په مارچ مياشت کې د امريکايي پوځيانو قومندان وټاکل شو، چې په افغانستان او عراق کې پوځي چارې يې هم د کاري دندې يوه برخه وه .
په منځني ختيځ کې د امريکا يوه لوړپوړي اميرالبحر وليم فالن له ولسمشر بوش سره د ايران پر سره راولاړه شوې شخړه له خپلې دندې استعفا ورکړې .

د متحدو ايالتونو له ولسمشر جورج بوش سره د ايران په اړه د راولاړه شوې شخړې پرسر په منځني ختيځ کې د امريکا يوه لوړ پوړي پوځي قومندان اميرالبحر وليم فالن له خپلې دندې استعفا ورکړې .

د سې شنبي په ورځ (د مارچ ١١) د امريکا ددفاع وزير رابرټ ګېټس په پنټګان کې خبريالانوته وويل : ''ما د فالن غوښتنه په تاسف ومنله اوفکرکوم موږ به هغه هېرنه کړو.''

ښاغلي گېټس هغه خبري راپورونه رد کړل او دغه راپورونه يې بې ځاپه وبلل، چې گواکې د فالن د استعفا او پر ايران شونى بريد يو له بل سره تړاو لري .

بل پلو ولسمشر بوش په خپلو څرگندونو کې له فالن نه په مننې سره وويل چې: '' ښاغلي فالن د امريکا په پوځ کې ٤٠ کلونه خدمت وکړ، او نوموړى لومړنى پوځي قومندان دى چې سمندري سپه سالاري يې پر خپله غاړه اخيستې وه .''

د امريکا دغه ٦٣ کلن پوځي قومندان د منځني ختيځ په ارام اقيانوس کې د ٢٠٠٧ کال په مارچ مياشت کې د امريکايي پوځيانو قومندان وټاکل شو، چې په افغانستان او عراق کې پوځي چارې يې هم د کاري دندې يوه برخه وه .

تېره اوونۍ يوې امريکايۍ 'يو اس اسکواير' مجلې يوه سرمقاله خپره کړې وه چې پکې د ايران مسئلې په اړه د فالن اوبوش ترمنځ شخړې ته يې اشاره کړې وه .

په مقاله کې راغلي وو چې ښاغلى فالن د ايران د موضوع په اړه د بوش له سخت سياست سره مخالف دى .

ايسکوايرمجلې په خپلې وروستۍ ګڼه کې ليکلي دي چې ادميرال فالن ددې لپاره ترخپل اصلي وخت وړاندې تقاعدکېږي چې دهغه او سپينې ماڼۍ ترمنځ د نظراختلاف پيداشوی دی .

دې مجلې همداراز ليکلي چې اميرالبحرفالن د اتومي پروګرام له کبله د ايران پر ضد له زور څخه له کار اخيستلوسره مخالفت کړی دی .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت