|
ټکساس او اوهايوکې انتخاباتي سيالۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په اوهايو او ټکساس ايالتونو کې د امريکا د ولسمشرۍ لپاره دديموکرات گوند سناتور باراک اوباما له هيلري کلنټن سره د سيالۍ گرم ميدان ته ننوتى دى . هيلري کلنټن به د اوباما پر وړاندې خپلې سيالۍ ته دوام ورکوي . سناتورې هيلري کلنټن د ديموکرات گوند د سناتور باراک اوباما پر وړاندې په خپل دريځ ټينگه ولاړه ده . څارونکي وايي په ټکساس او اوهايو ايالتونو کې به د هيلري کلنټن ماتې د اوباما انتخاباتي کمپاين لانورهم گړندى کړي . سناتور الينوى هم په تېرو دوو مياشتو کې پر خپلې سيالې ١١ پرله پسې برياوې ترلاسه کړې . ښاغلي اوباما په راتلونکي اگسټ کې د امريکا د ولسمشرۍ لپاره د کېدونکو ټاکنو لپاره د نمايندگانو له ٢٠٢٥ څوکيو څخه اوسمهال ١٣٨٥ خپلې کړې دي . خو، هيلري دنمايندگانو ايله ١٢٧٦ څوکۍ په لاس کې لري، چې د ټکساس او اوهايو ايالتونه ددواړو نوماندو لپاره ځانگړى اهميت لري . د رپوټونو له مخې په دې دواړو ايالتونو کې به دواړه کانديدان د نمايندگانو د ټولټال ٣٧٠ څوکيو خپلولو لپاره سخته سيالي وکړي . د يادونې وړ ده چې د تېر جنوري دمياشتې په لومړنيو ټاکنو کې اغلې هيلري ونشو کړاى چې پر اوباما بريا ترلاسه کړي . جمهوريت غوښتونکى گوند په ټکساس، اوهايو، ويرمونټ او روډ آينلډ ايالتونو کې د نمايندگانو د٢٥٠ څوکيو خپلولو لپاره هم د جمهوري غوښتونکي گوند په منځ کې سخته سيالي روانه ده . جان ماکين او د هغه سيال مايک هاکبي هم د نمايندگانو د ٢٥٠ څوکيو پر سر سيالي کوي . خو ښاغلى هاکبي د نمايندگانو ايله ٢٥٧ څوکۍ په لاس کې لري . ښاغلى جان ماکين اوسمهال ١٠١٤ رايې خپلې کړې دي، چې د جمهوريت غوښتونکي گوند د کانديدۍ لپاره ايله ١٧٧ نورو رايو خپلولو ته اړتيا لري ، چې په امريکا کې د جمهوريت غوښتونکو په گوند کې د اصلي کانديدۍ لپاره د نمايندگانو ١١٩١ څوکۍ اړينې دي . | ورسره تړلي نور خبرونه ويسکانسين کې اوباما او مکين يوگام مخکې دي20 فبروري, 2008 | نړۍ امريکاټاکنې:اوباما په ايووا کې بريالى شو04 جنوري, 2008 | نړۍ امريکا:زرگونونورپوځ افغانستان ته ليږو10 جنوري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||