BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:53 گرينويچ 2008 ,20 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ويسکانسين کې اوباما او مکين يوگام مخکې دي
اوباما
د ښاغلي اوباما او هيلري کلينټن ترمنځ سيالۍ ښودلې په ويسکانسين ايالت کې به ددغو دواړو نوماندو ترمنځ ٧٤ څوکۍ ووېشل شي .
د ويسکانسين ايالت لومړنيو ټاکنو شمېرنې ښودلې چې دديموکرات گوند سناتور اوباما او جمهوري غوښتونکو سناتور جان مکين تر نورو وړاندې دي .

د واشنگټن په ايالت کې هم دديموکرات گوند لومړنۍ ټاکنې تر نورو هغو زياتې بلل شوې وې .

ښاغلى مکين هم د جمهوري غوښتونکو د گوند پر بنسټ په ويسکانسين ايالت کې ٣٧ څوکۍ خپل ځانته ځانگړې کړې دي .

د ښاغلي اوباما او هيلري کلينټن ترمنځ سيالۍ ښودلې په ويسکانسين ايالت کې به ددغو دواړو نوماندو ترمنځ ٧٤ څوکۍ ووېشل شي .

تراوسه جان مکين له ١١٩١ څخه ايله ٩٠٠ څوکۍ د جمهوري غوښتونکو گوند ته گټلې دي .

بل پلو د جان مکين سيال مايک هکبي د جمهوريت غوښتونکو لپاره يوازې ٢١٧ څوکۍ په لاس کې لري .

په امريکا کې د ولسمشرۍ لپاره د لومړنيو ټاکنو په پلمه دوه گوندونه جمهوريت غوښتونکي او ديموکرات ټاکل شوي دي.

تېره ورځ (سه شنبې د فبرورۍ ١٩) هم د ويسکانسين، هاوايي او واشنگټن په ايالتونو کې انتخاباتي سيالۍ ترسره شوې وې .

ټاکل شوې چې د ټکساس په گڼ مېشته ايالت کې، چې د امريکا د ولسمشرۍ د لومړنيو ټاکنو پر سيالۍ اغېز ښندي، د راتلونکي مارچ په ١٤ به ترسره شي .

آغلې کلينټن، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له اوباما يوگام شاته ده، د ټکساس او اوهايو په ايالتونو کې د برياليتوب تمه لري .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت