BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:00 گرينويچ 2008 ,13 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اوباما درېيوايالتونوکې مخکښ دي
اوباما
باراک اوباما پرله پسې برياوې گټي .
د امريکا رسنيو ويلي د راروانې نومبر په مياشت کې د جمهوري رياست ترسره کېدونکو انتخاباتو لپاره په ويرجينيا واشنگټن او ميري لانډ ايالتونو کې ديموکرات کانديد باراک اوباما تر خپلې سيالې هيلري کلنينټن او جان مکين تر خپل سيال مايک هکبي مخکې روان دي .

د اسوشېټډ پرېس خبري اژانس پروينا ښاغلي اوباما په ويرجينيا ايالت کې د نارينه وو درېيمه او د ښځينه وو په لسو کې درېيمه برخه رايې گټلې دي .

مخکېنيو رپوټونو دا هم ويلي وو چې آغلې کلينټن د ښځينه وو اغلبيت رايې ترلاسه کړې وې او اوباما د نارينه وو زياتره رايې خپلې کړې وې .

په تور پوستوکانديدانو کې، چې سناتور ايلينويس هم له دې ډلې دى اوباما په ښکاره ډول تر ټولو هغو وړاندې روان دى .

د اسوشېټډ پرېس پروينا، ښاغلى اوباما به د امريکا لومړى ولسمشر وي چې د تور پوستو له لسو کانديدانو څخه نهه رايې ترلاسه کوي .

جمهوريت غوښتونکي

آغلې کلينټن په راتلونکې مياشت کې د اوهايو او ټکساس په ايالتونو کې لومړنيو ټاکنو ته په اندېښنه کې ده، خو بيا هم د خپل ځان د بريا تمه لري .

د ټکساس ايالت په 'ال باسو' کې اغلې کلينټن خپلو پلويانو ته وويل نوموړې تر وروستي بريده هڅه کوي چې پر اوباما بريا ترلاسه کړي .

دې وويل:'' ټکساس ته به په راتلونکو درېيو اوونيو کې ننوځو، زه په ډاگه وايم چې زموږ پيغام څه شى دى او د متحدو ايالتونو لپاره څه غواړو، هرڅوک چې ولسمشري غواړي بايد د امريکا اقتصاد پياوړى کړي، ماهم خپل بخت ازمويلى موږ بايد خپلو هيلو ته ورسيږو .''

بل خوا سناتور جام مکين په ويرجينيا کې د محافظه کارانو رايو گټلو وروسته په ميريلانډ او واشنگټن کې هم بريا ترلاسه کړې ده .

د اسوشېټډ پرېس پروينا، هغه جمهوري غوښتونکي چې ځانونه محافظه کاران بولي، په ويرجينياايالت کې د جمهوريت غوښتونکو کانديدانو درېيمه برخه جوړوي .

رپوټونه دا هم وايي چې د جمهوريت غوښتونکو ډېرى د جام مکين د رقيب په گټه خپلې رايي کارولې دي .

پر هکبي دا فشار هم وو چې د حزب د ټينگښت په موخه له سيالۍ لاس واخلي، خو نوموړي لا پر خپل دريځ ټينگ ولاړ دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت