BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:17 گرينويچ 2008 ,12 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا:دسپتمبر د ١١شپږ تورن به محاکمه کړو
خالدشيخ محمد
خالد شيخ محمد له دغو شپږو کسانو څخه دی چې دسپتمبر د ١١پېښو اصلي سنبالګر بلل کېږي چې په ٢٠٠٣ کال کې په پاکستان کې ونيول شو.
د امريکا چارواکي وايي پر نيويارک او واشنگټن د سپتمبر ٢٠٠١ کال د ١١په بريدونو شپږ تورن کسان به په عادلانه توگه محاکمه کړاى شي .

دغه څرگندونې وروسته له هغه وشوې چې د امريکا ددفاع وزارت اعلان وکړ چې دغو تورنو کسانو ته به د مرگ سزا ورکړاى شي .

د امريکا د کورنيو چارو د امنيت وزير مايکل چرتوف خبريالانو ته وويل چې د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د ١١ په بريدونو کې تورن شپږ تورن کسان به په عادلانه توگه محاکمه کړای شي .

دغه شپږ کسان چې اوسمهال د ګوانتانامو په ‌‌زندان کې دي، په يوه نظامي محکمه کې به محاکمه شي .

د امريکا محاکمو دغو کسانو ته د مرګ سزا ورکول غوښتي .

مايکل چرتوف وويل:'' دغه کسان د بشر په تاريخ کې د يوه ستر انساني ناورين رامنځته کېدو عاملين دي، چې مدافع وکيلان به هم ولري .' '

خالد شيخ محمد له دغو شپږو کسانو څخه دی چې د پېښې اصلي سنبالګر بلل کېږي .

د پنتاگون حقوقي سلاکار جنرال توماس هارتمان په واشنگټن کې خبريالانو ته وويل:'' دا لومړى ځل دى چې د گوانتانامو زندانيان په يوه جنگي محکمه کې محاکمه کېږي .''

محکمه وايي چې دغو کسانو د ٢٠٠١ د سپتمبر په پېښو کې لوى لاس درلود، چې درې زره بې گناه وگړي يې ووژل .

د پنتاگون وياند بريان وياتمان وايي چې محکمه ' د هغو کسانو پر دوسيو کارکوي چې د متحدو ايالاتو پرضد په ترهگريزو بريدونو او تاوتريخوالي کې لاس لري .'

بل خوا د نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي د تورنو کسانو له ډلې څخه يو هم رمزي بن شيبه دى چې په کال ٢٠٠٢ کې په پاکستان کې ونيول شو او بل محمدالقحطاني چې په غالب گومان يې د ځانمرگو بريدونو د سنبالښت دنده پر غاړه لرله .

رپوټونه وايي چې خالد شيخ محمد چې د ٢٠٠٣ کال په مارچ مياشت کې په پاکستان کې ونيول شو، نوموړى د القاعده په تنظيم کې درېيم مقام درلود او په ٢٠٠٢ کال کې يې د امريکايي خبريال دانيال بيرل د اعدام کولو اعتراف هم کړى .

ددغو شپږو تورنو کسانو محاکمه کېدل به د پوځي ډلو لپاره د کانگرېس د ٢٠٠٦ کال له قانونه سره سمه ترسره کړاى شي .

د امريکا ددفاع وزارت نژدې ٢٧٥ تورن کسان د کيوبا په گوانتانامو زندان کې زندانيان کړي چې د ٨٠ زندانيانو د محاکمه کولو هوکړه يې کړې ده .

د ٢٠٠١ کال د سپتمبر په ١١ نېټه ١٩ ځانمرگو بريدکوونکو څلور ملکي الوتکې وتښتولې، دوه يې په نيويارک کې د نړيوال تجارتي پر مرکز وروجنگولې، درېيمه يې په پلازمېنه واشنگټن کې د پنتاگون پر وداني او څلورمه الوتکه يې د ونسلوانيا په ايالت کې راوغوځولې .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت