BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
شنونکي: يوولسم سپتمبر افغانستان ته څۀ ورکړل؟
سپتمبر يوولسم
د سپتمبر يوولسم پېښې په غبرگون کې امريکا او ملگرو يې د ترهگرۍ په ضد نړيواله جگړه پيل کړه
د ترهگرۍ په وړاندې د نړيوالې جگړې شپږکاله وروسته، يو شمېر افغانان شک ښيي چې په افغانستان کې دې دغه جگړه لويې لاسته رواړنې ولري . دوى د دې مهم لامل داگڼې چې امريکا هغه موخې سمې تعقيب نه کړي چې د جگړې په پيل کې يې اعلان کړې وي .

د بي بي سي د پښتو برخې عبد المتين سمسور په دغه رپوټ کې تيرو شپږو کلونو کې په افغانستان کې ددغې جگړې لاسته رواړنو او ستونرو ته کتنه کړې چې د سيپټمبر د يوولسمې له پيښې وروسته د امريکا د ولسمشرجورج بوش په خبرو پيليږي .

''د ترهگرۍ په ضد زموږ جگړه له القاعدې نه پيليږي، خو دا دلته پاى ته نه رسيږي . دا جگړه به ترهغې دوام وکړي چې ټولې نړيوالې ترهگرې ډلې وموندل شي او مات شي.''

دا د امريکا د ولسمشر جورج ډبليو بوش خبرې وې چې شپږکاله وړاندې يې په دغه هيواد کې د سپټمبر د يوولسمې له پيښې وروسته په نړۍ کې د ترهگرۍ په له منځه وړلو کې دامريکا هوډ څرگنداوه .

خو پوښتنه اوس داده چې په دغې موده کې د افغانستان لپاره د ترهگرۍ په وړاندې د دغې جگړې اغيزې څه وې او په څومره کې يې اعلان شوې موخې ترلاسه شوي دي ؟

په افغانستان کې د دفاع وزارت چارواکي وايي د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف له خوا د طالبانو دواکمنۍ ختمول ، د القاعدې د شبکې دړې وړې کول او د هغوى د ځالو له منځه وړل په افغانستان کې د ترهگرۍ په وړاندې ددغې جگړې مهمې لاسته راوړنې دي .

١٠ انچه موخې
 امريکا خپلې نورې موخې لري. ددې پرځاى چې جگړه متمرکزه کړې جگړه يې ډيره خوره کړه. پر کليو يې بمبارۍ وکړې، پر ودونو يې بمبارۍ وکړې او خلک يې وپارول. دوى په پيل کې ويلي وو چې په ١٠ انچو کې موخې موندلى او ويشتلى شي. خو ملا محمد عمر چې دوه مترو ته يې ونه رسيږي او اسامه چې هم همدومره لوړ دى، امريکا ونه شو کړاى چې هغوى ومومي.
شنونکى حبيب الله رفيع

ددغه وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي تيرو شپږو کلونو کې په سياسي او ټولنيزو برخو کې د راغلو بدلونونو ترڅنگ د نړيوالو له خوا په افغانستان کې د امنيتي سټو د جوړولو په برخه کې شوي پرمختگونه هم ددې هيواد په پوځي ډگر کې ددغې جگړې په لاسته راوړنو کې شميري .

ښاغلى عظيمي وايي: ''مهمه مساله داده چې ملي پوځ جوړ شوى او لويه وړتيا لري چې د ترهگرو په وړاندې جگړه وکړي .بله هم د ډي ډي آر مساله ده چې داهم يو مهم بهيروچې په ترځ کې يې وسلې ټولې شوې . البته دا هغه څه دي چې امنيتي برخه کې ترلاسه شوي دي . په نورو برخو کې هم لاسته راونې زېاتې دي.''

خو د ترهگرو او د طالبانو د پاتې شونو له منځه وړل ، درست هيواد ته دمرکزي واک غزول او د اسامه بن لادن او ملا محمد عمر په گډون د القاعدې او طالبانو د سر سر سړيونيول ، ددغې جگړې نورې مهمې موخې وي چې لا ټولې نه دي پلي شوي . لامل يې څه کيداى شي ؟ افغان ليکوال او څيړونکى حبيب الله رفيع وايي دا ځکه چې امريکايانو هغه موخې سمې تعقيب نه کړي چې اعلان کړې يې وي .

ښاغلى رفيع وايي: ''امريکا خپلې نورې موخې لري . ددې پرځاى چې جگړه متمرکزه کړې جگړه يې ډيره خوره کړه .پر کليو يې بمبارۍ وکړې ، پر ودونو يې بمبارۍ وکړې او خلک يې وپارول . دوى اوله کې ويلي وو چې په لس انچو کې موخې موندلې او ويشتلې شي . خو ملا محمد عمر چې دوه مترو ته يې ونه رسيږي او اسامه چې هم همدومره لوړ دى ، امريکا ونشو کړاى چې هغوى وموندي.''

په افغانستان کې امريکايي ځواکونه
دا د سپتمبر ١١م پېښه وه چې امريکايي سرتېري يې د افغانستان تر غرو او رغو راورسول او يو لوى اوښتون يې راوست

د افغان پوځ يو پخوانى جنرال او د ولسي جرگې غړى نورالحق علومي بيا په دې برخه کې دامريکا او نړيوالو ځواکونو تيروتنه په دې کې بولي چې دده په وينا له افغانستانه بهر يې د ترهگرو او د هغوى د سرچينو له منځه وړلو ته پاملرنه ونه کړه .

دى وايي: ''دا ټولو ته معلومه ده چې د اسامه بن لادن او د ترهگرو ځالې د پاکستان په خاوره کې دي . پولې يې ترهگرو ته خلاصې پرې ايښې دي . هغوى په ازاد ډول کولى شي افغانستان ته تگ راتگ وکړي او کليو او بانډو کې ځاى ونيسي.''

پاکستان ددغو انگيرنو مخالف دى او په وار وار يې دغې ادعاوې رد کړي دي .
خو له دې هرڅه سره سره ډيرى وايي چې په دې برخه کې جدې ستونزې او تيروتنې شته چې له کبله يې ددوى په وينا حالات هغه ډول نه دي چې خلکو يې هيله درلوده . نو ځکه د چارو يوشمير کارپوهان امريکا او د ترهگرۍ په وړاندې د هغې ملگرو ته سپارښتنه کوي چې پر خپلو تگلارو نوې کتنه وکړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت