BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:59 گرينويچ 2008 ,15 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا:په پوهنتون کې ډزوپنځه تنه ووژل

امريکايي پوهنتون
دا په يوه اونۍ کې څلورمه ورته پيښه ده چې د امريکا دننه تعليمي مرکزونه په نښه کيږي
دامريکا په الينواى کې يو وسله وال سړي د پوهنتون پر زده کونکو ډزې وکړې او لږ تر لږه پنځه تنه يې ووژل او يو شمير نور يې ټپيان کړل.

ددغو کسانو له وژلو وروسته وسله وال سړي ځان پخپله وواوژه ،له پيښې وروسته په لومړنيو راپورونو کې ويل شوي وو چې ١٧ تنه ټپيان دي چې د يو شمير کسانو روغتيا يي حالت د انديښنې وړ دى.

دا پيښه له شيکاگو څخه ٦٥ ميله ليرې د شمالي الينواى په پوهنتون کې هغه مهال وشوه چې يو سپين پوستکي سړي چې ماشينگڼه وروسره وه د پوهنتون پر يو ټولگي ډزې پيل کړې.

پوليسو ويلي دي چې دوى يوه سپکه ماشينگڼه او يوه توپنگچه ترلاسه کړې ده او دوى ددريمې وسلې په لټه کې دي .

د پيښې يوعيني شاهد د جان په نامه زده کونکي سيمه ييزې راډيو ته ويلي دي چې د بريد پر مهال په ټولگي کې نژدې ١٠٠ تنه زده کونکي شته وو .

ده وويل چې وسله وال سړي لومړى دټولگي منځ په نښه کړ او بيا يې هغه استاد چې پر لکچر بوخت وو په نښه کړ.

د جارج گينر په نامه يو بل زده کونکي وويل چې بريد کونکي خپل مخ پوښلى وو او مرمۍ د يوې انجلۍ پر سترگو او د يو هلک پر پښو هم ولگيدې.

دا په يوه اونۍ کې څلورمه ورته پيښه ده چې د امريکا دننه تعليمي مرکزونه په نښه کوي ،له دې وړاندې تيره اونۍ په لويزيانا کې يوې ميرمنې خپل دوه ملگري زده کونکي په مرميو وويشتل .

دچارشنبې په ورځ په ميمفس کې پريو ١٧ کلن هلک د بل ١٥ کلن هغه د وژلو تور ولگيد چې په مرمۍ يې وژلى دى.

او بيا په کليفورنيا کې په يو منځني ښونځي کې يو ١٥ کلن ماشوم په ډزو ووژل شو.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت