BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:44 گرينويچ 2008 ,17 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بوش د تنزانيا له ولسمشرسره وکتل
بوش او د تنزانيا ولسمشرجاکاياکيکويټي په دارالسلام کې
ښاغلي بوش د تنزانيا هېواد کې ديموکراسۍ پلى کول او ښه اقتصادي سياست وستايل .
د امريکا ولسمشر جورج بوش افريقا ته د خپل سفر په دويمه ورځ د تنزانيا مرکز دارالسلام کې ددغه هېواد له ولسمشر جاکاياکيکويټي او د افريقايي ټولنې له راتلونکي مشر سره وکتل .

ددرې واړو د خبرو موخه له تنزانيا سره د گاونډي هېواد کينيا تاوتريخوالى او د سوډان د دارفور لپاره د سوله ساتو ځواکونو غوښتل وو .

دواړو خواوو د تنزانيا لپاره له ٧٠٠ مليونه ډالرومرستې پرېکړه ليک هم لاسليک کړ، چې په راتلونکو پينځو کلونو کې به تنزانيا ته ورکول کېږي .

ښاغلي بوش د تنزانيا هېواد دديموکراسۍ په پلى کولو او ښه اقتصادي سياست وستايۀ .

د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کې د افريقايي چارو لپاره د وزير مرستيالې جينډاى فريزر وويل له کيکويټي سره د بوش ليدل به د چاد او زيمبابوې پر سياسي وضعيت هم اغېز وکړي .

ټاکل شوې ښاغلى بوش به افريقا ته د خپل سفر په ترڅ کې د ملاريا بېمارۍ پر وړاندې مبارزې لپاره د گرځنده جاليو جوړولو يوه فابريکه هم پرانېزي .

ښاغلي بوش وړمه ورځ په بنين کې خبريالانو ته وويل چې ددارفور لپاره بايد د نړيوالو ځواکونو لېږلو په اړه کوټلي گامونه واخيستل شي .

ټاکل شوې چې ولسمشر بوش افريقا ته د خپل سفر په ترڅ کې يوشمېر پر اچ اى وي ويروس اخته ناروغان هم وگوري .

همداشان بوش ټينگار کوي په افريقا کې به موجوده تاوتريخوالي ته د پاى ټکى ږدي .

تمه کېږي چې ښاغلى بوش به دديموکراسۍ په اصلاحاتو، له افريقايي هېوادونو سره اقتصادي او پوځي مرسته د اېډز ناروغۍ پروړاندې مبارزه او داسې نورو موضوعاتو خبرې اترې وکړي .

په ٢٠٠٣ کال کې ولسمشرۍ ته د بوش رسېدو راهيسې د نوموړي دغه دويم سفر دى، چې يوشمېر روغتونونه او ښوونځي به هم وگوري .

ورسره تړلي نور خبرونه
بوش د افريقا سفر پيل کړ
16 فبروري, 2008 | نړۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت