BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:04 گرينويچ 2008 ,16 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بوش د افريقا سفر پيل کړ
بوش له خپلې مېرمنې لورا بوش سره
په ٢٠٠٣ کال کې له ولسمشرۍ وروسته افريقا ته د ښاغلي بوش دغه دويم سفر دى .
د متحدو ايالتونو ولسمشر جورج بوش نن سهار (دفبرورۍ ١٦) د افريقا په سفر لوېديځ بنين ته ورسېد، ټاکل شوې چې په دې شپږ ورځني سفر کې به پينځو افريقايي هېوادونو ته ولاړ شي.

له دې سفر څخه د بوش موخه پوځي مرسته، ديموکراتيک اصلاحات د اېچ اى وي/اېډز او ملاريا پروړاندې مبارزه ده.

ښاغلي بوش له دې وړاندې هم له اېډز سره د مبارزې لپاره د ٣٠ مليونو نورو امريکايي ډالرو غوښتنه کړې وه .

په ٢٠٠٣ کال کې له ولسمشرۍ وروسته افريقا ته د ښاغلي بوش دغه دويم سفر دى .

ولسمشرۍ ته د بوش له رسېدو راهيسې له افريقايي هېوادونو سره د امريکا مرستې په زياته پېمانه دوام لري .

په ٢٠٠٣ کال کې امريکا له افريقايي هېوادونو سره يوازې د اېډز پروړاندې مبارزې لپاره ١٥ مليونه ډالره مرسته کړې وه، په دې وروستيو کې بوش له کانگرېسه وغوښتل چې ددې مرستې شمېر دوه برابره زياته کړي .

ددې سياست پربنسټ، تر اوسه په افريقا کې دوه ميليونه خلک له اېډز سره مبارزې درملو ته لاسرسى لري .

ټاکل شوې چې ښاغلى بوش به په دې شپږ ورځني سفر کې يوشمېر روغتونونه او ښوونځي هم وگوري .

ورسره تړلي نور خبرونه
گيټس:دناټو راتلونکى په خطرکې دى
07 فبروري, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت