BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:25 گرينويچ 2008 ,10 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا:زرگونونورپوځ افغانستان ته ليږو

امريکايي پوځيان
د تيرو کلونوتجربوښودلې ده چې د ژمي او وارو له پر له پسې ورښت سره سم طالب وسله وال خپلو بريدونو کې کموالى راولي او د سپرلي له رارسيدو سره سم خپل غلچکي او بمي بريدونه له سره پيلوي.
افغانستان دامريکا د متحدو ايالاتو د هغه پلان هرکلى وکړ چې له مخې به يې ٣٠٠٠ نور سرتيري افغانستان ته استول کيږي.

امريکا دغه سرتيري ددې لپاره افغانستان ته ليږي چې د طالبانو د سپرلنيو بريدونو مخه پرې ونيسي.

دافغانستان چارواکي وايي چې ډير نړيوال سرتيري پکار دي له طالب وسله والو سره وجنگيږي چې باور کيږي د سپرلي دبريدونو لپاره چمتوالى نيسي.

د تيرو کلونوتجربوښودلې ده چې د ژمي او وارو له پر له پسې ورښت سره سم طالب وسله وال خپلو بريدونو کې کموالى راولي او د سپرلي له رارسيدو سره سم خپل غلچکي او بمي بريدونه له سره پيلوي.

دافغانستان ددفاع وزارت وايي چې دوى سم لاسي ډيرو نړيوالو سرتيرو ته اړتيا لري چې سوله او ټيکاو پرې ډاډمن کړي خو په اوږده مهال کې ډير نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري چې کورني امنيتي ځواکونه غښتلي کړي .

نړيواله ټولنه وايي چې د افغانستان دپوځ او پوليسو اوسني څومره والي او څرنگوالي ته په پام سره ددې وړتيا نه لري چې په هيواد کې امنيت حالت خوندي کړي .دغه ځواکونه د نړيوالې ټولنې په مټ د بيارغاونې په حال کې دي .

دتيرکال په وروستيو کې د ناټو غړو هيوادونو پريکړه وکړه چې د طالب وسله والو د ډيريدونکو بريدونو د مخنيوي په موخه به افغانستان ته ٧٥٠٠ نور سرتيري او پوځي وسايل واستوي .

چارواکي وايي چې دغه ٣٠٠٠ امريکايي سمندري سرتيري د همدغې ژمنې مخکښه ډله ده چې په افغانستان کې ځاى په ځاى کيږي.

سم لاسي نژدې ٢٦٠٠٠ امريکايي سرتيري په افغانستان کې دطالب وسله والو په وړاندې جگړه کې ښکيل دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت