BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:20 گرينويچ 2007 ,31 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکايي قومندان د کونړ خلکو ته گواښ وکړ

امريکايي سرتېرى په افغانستان کې او افغان سړى (د ارشيف عکس)
امريکايي قومندانانو سيمه ييزو خلکو ته خبردارى ورکړ چې که د دوى له سيمې يې پر سرتېرو ډزې کېږي، مانا يې دا ده چې دوى د اورپکو ملاتړي دي
په کونړ کې يوۀ امريکايي قومندان سيمه ييزو خلکو ته گواښنه کړې چې که د دوى په سيمه کې يې پر سرتېرو بريد وشي، ښايي هلته هر اوسېدونکي ته په ځوابي گام کې زيان واړول شي.

د کونړ د نارامې ولسوالۍ ماڼوگۍ په کوړنگل دره کې له سختو جگړو وروسته، د امريکايي پوځ قومندانانو په يوه غونډه کې خلکو ته وويل چې که دوى د امنيت په ټينگولو کې هڅې ونه کړي د بيارغاونې او ارامۍ تمه دې نه لري.

ځايي چارواکي او خبريالان هم دغې غونډې ته ور غوښتل شوي وو چې موخه يې په کوړنگل کې له جگړې وروسته وضعې ارزول و.

يوۀ امريکايي قومندان ډگرمن اولاسکن په زېږه ژبه غونډې ته وويل که پوځيانو ته يې د دوى په سيمه کې زيان ور واوړي، دا به په دې مانا وي چې سيمه ييز خلک د اورپکو ملاتړي دي.

هره دروازه
 که په کوړنگل کې زما قومندان او د هغۀ سړو ته مرگ ژوبله واوړي، يقيني ده چې د دې ځاى هره دروازه له خپگان سره مخامخېدلى شي. زه نه غواړم د تېر په څېر ستاسې کورنۍ او اولادونه دې له داسې يو څۀ سره مخامخ شي.
امريکايي قومندان ډگرمن اولاسکن

دۀ وويل: '' که په کوړنگل کې زما قومندان او د هغۀ سړو ته مرگ ژوبله واوړي، يقيني ده چې د دې ځاى هره دروازه له خپگان سره مخامخېدلى شي. زه نه غواړم د تېر په څېر ستاسې کورنۍ او اولادونه دې له داسې يو څۀ سره مخامخ شي.''

يوۀ بل لوړپوړي امريکايي قومندان ډگروال پرسلر هم په ورته لهجه خبردارى ورکړ چې تر هغه پورې يې ځواکونه او په سيمه کې مېشته د بيارغاونې ډله (پي ار ټي) پر بيارغاونې پيسې نه شي لگولى تر څو چې يې پوځيان په جگړو بوخت وي.

دۀ وويل: '' موږ په پېچ او کوړنگل کې تر هغه د بيارغاونې کارونه نه شو کولى تر څو چې مو سرتېري په جگړو لگيا وي. دا هېڅ امکان نه لري چې جگړه او بيا رغاونه دې يوځاى وشي. که موږ يو څۀ جوړوو، بيا ويجاړېږې.

زما سرتېرى ځان وساتي که بيارغاونه وکړي. هغوى د ټوپک پرځاى بېل او کولنگ ته خوشاله دي. خو دا هر څۀ په امنيت پورې تړلي دي. جگړه موږ نه ده پيل کړې. تاسې گورئ په کوړنگل کې هره و رځ پر موږ ډزې کېږي.''

زما سرتېرى ځان وساتي که بيارغاونه وکړي؟ ... جگړه موږ نه ده پيل کړې. تاسې گورئ په کوړنگل کې هره ورځ پر موږ ډزې کېږي
امريکايي قومندان ډگروال پرسلر

کوړنگل دره په وروستيو کې د کونړ په تر ټولې ناامنې سيمې اوښتې ده. ښايي درې څلور کاله مخکې دغه سيمه چا دومره نه پېژنده.

خو اوس به داسې ورځ کمه وي چې پکې له بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو نښتې ونه شي، آن تر دې چې چورلکې هم پکې رانسکورې شوې دي.

په وروستيو کې همدلته امريکايي ځواکونو د پوځي عملياتو په پيلولو سره خپل سرتېري په سختو جگړه کې له وسله والو سره ښکېل کړل.

ورسره تړلي نور خبرونه
په کندهار کې پوليس وژل شوي
09 جولاى, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت