|
درېيو ايالتونوکې کلنټن يوگام مخکې ده | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ديموکرات گوند کانديده هيلري کلنټن پر خپل سيال باراک اوباما په درېيو اوهايو، ټکساس او روډ ايلنډ ايالتونو کې يوگام مخکې ده . ښاغلى اوباما تر دې وړاندې د امريکا د څلورو ايالتونو د ټاکنو په بهير کې په ويرمونټ ايالت کې مخکښ و . له بل پلوه د امريکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوريت غوښتونکي گوند د نمايندگانو ١١٩١ څوکۍ خپلې کړې وي . د جمهويت غوښتونکي گوند يوبل نوماند مايک هاکبي له انتخاباتي سيالۍ لاس واخيست او ښاغلي ماکين ته يې د برياليتوب مبارکي وويله . د جمهوريت غوښتونکي گوند نوماند جان ماکين د تېرې سې شنبې ورځې په ټاکنو کې پر خپل سيال هاکبي په اوهايو، ويرومونټ او ټکساس ايالتونوکې بريا ترلاسه کړه .
آغلې کلينټن هم د اوهايوايالت سربېره پر خپل سيال باراک اوباما په ١١ ايالتونو کې پرله پسې برياوې خپلې کړې . ښاغلي باراک اوباما د پرون ورځې ټاکنو د پايلو له اعلانېدو وړاندې ويلي وو که چېرې آغلې کلنټن په ټکساس او اوهايو ايالتونوکې پاتې راشي، نو له انتخاباتي سيالۍ دې لاس واخلي . خو هيلري کلنټن ويلي وو چې انتخاباتي سيالي به ترپايه پرې نږدي . ښاغلي باراک اوباما هم په خپلو څرگندونوکې وويل چې په عراق کې دجگړې او روغتيا په شان اساسي مسائلو په اړه د ټولو ديموکراتانو دريځ يو دى . د ټکساس ايالت د ديموکراتانو لپاره په انتخاباتي کمپاين کې مهم رول لري .
ښاغلي اوباما په دې ايالت کې پر تلويزيوني اعلاناتو د کلنټن دوه چنده لگښتونه وکړل، چې ان ځينې يې په اسپانوي ژبه هم ول، چې ددغه ايالت پنځه په سلو کې اوسېدونکي په اسپانوي ژبه خبرې کوي . نوموړى پر خپلې سيالې هيلري کلنټن د يوشمېر نمايندگانو د څوکيو په گټلو سره يو گام وړاندې دى . آغلې کلنټن نن (چارشنبې د مارچ ٥) او تردې وروسته هم سختې مبارزې ته اړتيا لري چې د اوباما په کتار کې ودرېږي . آغلې کلنټن اوباما په دې تورنوي چې گواکې دى د بهرني سياست او سيمه ييز امنيت په اړه چندان پوهه نه لري، خو اوباما په خپل غبرگون کې هيلري په دې تورنوي چې نوموړې په عراق کې د جگړې ملاتړ کوي او لانوره لمن هم ورته وهي . | ورسره تړلي نور خبرونه ټکساس او اوهايوکې انتخاباتي سيالۍ04 مارچ, 2008 | نړۍ ويسکانسين کې اوباما او مکين يوگام مخکې دي20 فبروري, 2008 | نړۍ امريکاټاکنې:اوباما په ايووا کې بريالى شو04 جنوري, 2008 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||