BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:31 گرينويچ 2008 ,09 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اوباما په وايومينگ ايالت کې کلينټن ته ماتې ورکړه
باراک اوباما
د وايومينگ له ټاکنو وړاندې د هيلري کلينټن د نمايندگانو د ١٤٦٢ څوکيو گټلو پروړاندې اوبا د نمايندگانو ١٥٦٧ څوکۍ خپلې کړې وي .
د امريکا د سي ان ان تلويزيوني شبکې په وينا سناتور باراک اوباما په وايومينگ ايالت کې خپلې سيالې سناتورې هيلري کلينټن ته ماتې ورکړه .

په نوموړي ايالت کې په سلو کې د ٩٠ رايو شمېرنې له مخې په ديموکرات گوند کې شاخوا ٦٠ په سلو کې رايې اوباما خپلې کړې وې .

اوباما خپله دغه بريا هغه وخت ترلاسه کړې چې تېره سې شنبې په درېيو ايالتونو اوهايو، ټکساس او روډ آيلنډ کې يې د آغلې کلينټن پروړاندې ماتې خوړلې وه .

رپوټونه دا هم وايي چې د وايومينگ ايالت د ټاکنو په ٢٣ حوزو کې د رايه ورکوونکو صندقونه ډک ښکارېدل .

د ١٢ نورو ايالتونو په پاتې لومړنيو ټاکنو کې د ديموکرات گوند د کانديدۍ لپاره اوباما او کلينټن دواړه د نمايندگانو تر ٢٠٢٥ زياتو څوکيو حق نه لري .

د وايومينگ ايالت تر ټاکنو وروسته دواړ سيالانو ميسي سيبي ته مخه کړه چې راتلونکې سې شنبې به لومړنۍ ټاکنې پکې ترسره شي .

تېره جمعه هم اوباما خپلو پلويانو ته ويلي وو چې دى به په ٢٠٠٩ کال کې په عراق کې جگړه پاى ته رسوي .

بل پلو په ميسي سيبي کې اغلې کلينټن ويلي چې ''اوباما پرما باندې تل داډول لفظي بريدونه کوي چې گواکې زه له عراق څخه د امريکايي پوځيانو ويستلو پلان نه لرم، موږ ټول پوهېږو چې په دې اړه له اوباما سره هم هېځ پلان نشته، او په حقيقت کې دى هېڅ ډول پلان هم نه لري.''

د وايومينگ له ټاکنو وړاندې د هيلري کلينټن د نمايندگانو د ١٤٦٢ څوکيو گټلو پروړاندې اوبا د نمايندگانو ١٥٦٧ څوکۍ خپلې کړې وې .

د بېلابېلو راپورونو له مخې په تېره فبرورۍ مياشت کې اوباما د خپلې سيالې هيلري کلينټن د انتخاباتي کمپاين ٣٥ ميليون ډالرو لگښت پروړاندې ٥٥ ميليون ډالره لگولي وو .

د ميسي سيبي ايالت هم د نمايندگانو ٣٣ څوکۍ لري، چې ريښتيې انتخاباتي سيالي به د راتلونکي اپريل مياشت په ٢٢ په وينسلفانيا کې پيل شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت