|
سويس کانال کې امريکايي کښتۍ يومصرى وواژه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د مصر امنيتي سرچينې وايي د سويس کانال ته څېرمه امريکايۍ کښتۍ پر يوې مصرۍ کوچنۍ کښتۍ ډزې کړې چې له امله يې يو مصرى وگړى وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي . د راپورونو په وينا دغه وړه بېړۍ د سويس په کانال کې د امريکا پوځي توکيو نقلوونکې 'گلوبل پټريوټ' بېړۍ ته د سيمه ييزو توکيو پېرلو په موخه نژدې شوه چې امريکايۍ بېړۍ پرې ډزې وکړې . د مصري سرچينو په وينا د مصري بېړۍ د ناپامۍ له امله د امريکايي بېړۍ کارکوونکو پرې ډزې وکړې چې له په پايله کې د محمد فواد په نامه يو مصرى وگړى ووژل شو او دوه نور ټپيان شول . له پېښې وروسته لس گونه مصري بېړۍ تر امريکايي بېړۍ راچاپېرې شوې او د پېښې د څېړلو په موخه يې په لاريون کولو لاس پورې کړ . د نړۍ سمندري سوداگري په سلو کې اووه برخې د سويس کانال له لارې کېږي . د سويس کانال شاوخوا ١٩٠ کيلومتره اوږد او سور يې ١٢٠ متره دى . مصري چارواکي وايي چې دغې امريکايۍ بېړۍ د سمندر له لارې له دوبۍ څخه د مديترانې سمندرگي ته پوځي توکي نقلول . گلوبل پټريوټ هغه باروړونکې امريکايي بېړۍ ده چې د پټريوټ ددفاعي سيسټم بټرۍ، مهمات او د ماين ضد توکي د نړۍ هر گوټ ته نقلوي . د نوموړې امريکايۍ بېړۍ څښتن وايي چې ددې پېښې په اړه هېڅ معلومات نه لري . د فرانسې خبري اژانس وايي چې دغه امريکايي 'گلوبل پټريوټ ' بېړۍله سره سمندرگي تېره او هاخوا د سويس کانال له لارې منځني سمندرگي ته د پورېوتو په انتظار وه چې مصري وړې کښتۍ ورنژدې شوې چې خپل سيمه ييز توکي د امريکايي بېړۍ په سپرلۍ وپلوري . د امريکايي بېړۍ پر سر امريکايانو مصري کښتيو ته د تم کېدو خبر ورکړ خو سره له دې ورنژدې شوې او پټريوټ پرې ډزې وکړې . بل پلو امنيتي سرچينې وايي ټاکل شوې وه چې امريکايي بېړۍ د سې شنبې په ورځ په شپږو بجو د سويس له کانال نه تېره شي . خو په قاهره کې د بي بي سي خبريال هبا صالح وايي چې د القاعده جنگيالو وړاندې هم له کوچنيو کښتيو څخه د يمن په سواحلو کې پر بهرنيو او امريکايي پوځي بېړيو بريدونه کړي ول . نوموړى زياتوي چې په مصر کې له کوچنيو کښتيو څخه د کاليو د پېرلو او لېږدولو په برخه کې گټه اخيستل کېږي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||