BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:17 گرينويچ 2008 ,12 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مسيسيبي ايالت کې اوباما يوگام مخکې دى
باراک اوباما
باراک اوباما په ٢٥ ايالتونو کې د برياليتوب سربېره اوس د نمايندگانو ١٥٧٨ څوکۍ خپلې کړې دي .
د امريکا په سوېل مسيسيبي ايالت کې د لومړنيو ټاکنو د شمېرنې له مخې د ديمرکرات گوند کانديد باراک اوباما په ټاکنيزو سياليو کې تر آغلې هيلري کلينټن يوگام وړاندې دى .

په امريکا کې د رايو معلومولو لومړنيو څېړنو ښوولې وه چې ښاغلى اوباما به په هغو ايالتونو کې ډېرى پلويان خپل کړي چېرې چې ډېرکي افريقايي توکه وگړي اوسېږي .

د مسيسيبي ايالت هم د نورو ايالتونو په شان په راتلونکي اگسټ مياشت کې دديموکرات گوند د ټاکنيزې کېدونکې شورى لپاره ٣٣ څوکۍ لري .

"د ولسمشر مرستيال"

تر دې وړاندې هم اوباما د خپلې سيالې کلينټن دا خبره رد کړې وه چې گواکې دى د امريکا د ولسمشر د مرستيالۍ څوکۍ ته د رسېدو لپاره سيالي کوي .

په کولومبس ښار کې ښاغلي اوباما خپلو پلويانو د څرگندونو په ترڅ کې وويل چې تراوسه دى په دې سيالۍ کې په يو شمېر ايالتونو کې پر هيلري کلينټن يوگام وړاندې دى .

اوباما زياتوي چې قضاوت به نور رايه ورکوونکو ته پرېږدو چې له موږ څخه کوم يو د جمهوري غوښتونکو د گوند لپاره گټور بولي .

په مسيسيبې ايالت کې ښاغلى اوباما تراوسه پر خپله سياله هيلري کلينټن يو گام وړاندې دى .

هيلري کلينټن
د امريکا پخواني ولسمشر بېل کلينټن ويلي چې دده مېرمن هيلري کلينټن او اوباما يوه نه ماتې خوړونکې ډله تشکيلوي .

نوموړى د ٢٥ ايالتونو په برياليتوب سربېره اوس د نمايندگانو ١٥٧٨ څوکۍ خپلې کړې دي .

خو تېره اوونۍ د ټکساس او اوهايو ايالتونو سربېره په ٢٦ ايالتونو کې هيلري کلينټن هم د نمايندگانو ١٤٦٨ څوکۍ ترلاسه کړي دي .

اغلې هيلري کلينټن په وينسلفانيا ايالت کې د راتلونکې اپريل په مياشت کې کېدونکو لومړنيو ټاکنو ته د تياري په تکل ده .

بل پلو نوموړې په سکارنټون کې خپلو پلويانو ته ويلي چې له نړۍ سره د امريکا ښه اړيکي او په عراق کې جگړه پاى ته رسول له خپلو لومړيتوبونو څخه بولي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت