BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:29 گرينويچ 2008 ,27 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بوش: له عراقه د ځواکونو ويستل نه غواړو
بوش
څومره چې د بوش اداره د عراق په اړه فکر کوي هومره په دغه هېواد کې وضعيت ښه نه دى .
د امريکا د مشرانو جرگې پرون (سې شنبې د فبروري ٢٦) د بوش ادارې لپاره د يوه نوي قانون تصويبول وړاندې کړل، چې په راتلونکو څو مياشتو کې دې له عراقه امريکايي ځواکونه ووزي .

د دې نوي قانون طرح کولو په پيل کې ديمرکرات سناتور روزفاين گولډ وويل څومره چې د بوش اداره د عراق په اړه فکر کوي هومره په دغه هېواد کې وضعيت ښه نه دى .

سپېنې ماڼۍ د مشرانو جرگې پر دې پرېکړې نيوکه وکړه چې له عراقه دې امريکايي ځواکونه ووزي .

د مشرانو جرگې په دې پرېکړه کې راغلي چې که چېرې د کانگرېس لخوا دغه طرح تصويب شي بوش به يې د نه ويټو کولو حق وغواړي .

د مشرانو په جرگه کې جمهوريت غوښتونکو نمايندگانو پر دغې پرېکړې د غور کولو غوښتنه وکړه چې ديموکرات نماينده غواړي له عراق څخه امريکايي ځواکونه وباسي .

په داسې حال کې چې د طرحې د څېړلو ٢٤ رايې مخالفې وې، ٧٠ رايو يې موافقه خپله کړې وه .

همداشان په دې قانون کې راغلي چې په عراق کې دې د پوځي علمياتو پر لگښتونو بنديز ولگول شي .

په دې اړه په مشرانو جرگه کې د جمهوريت د لږکيو گوند مشر ميچ مکنېل وويل: '' د سياسي پرمختگ او امنيتي وضعيت د مثبتو رپوټونو له مخې څو مياشتې وروسته زموږ د بلې پوځې ډلې ملگري غواړي چې پر امريکايي ځواکونو د مالي لگښتونو بنديز ولگوي .''

بل پلو په مقابل لوري کې د مشرانو جرگې غړي روز فاين گولډ ددې قانون د څېړنې په پيل کې وويل :'' داسې نه ده لکه بوش چې وايي، بلکې په عراق کې په ټوليز ډول امنيتي وضعيت ښه نه دى .''

نوموړى زياتوي په عراق کې د پوځيانو زياتول به هېڅکله هم ددغه هېواد په سياسي گټه نه وي .

له نژدې پنځو کلونو راهيسې په عراق کې شاوخوا څلور زره امريکايي پوځيان له وسله والو سره په نښتو کې وژل شوي .

دمگړۍ په عراق کې کابو ١٥٧ زره امريکايي پوځيان مېشت دي، ټاکل شوې چې دغه شمېره به په راتلونکي جولاى کې ١٤٠ زرو پوځيانو ته راټيټه کړاى شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت