BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:56 گرينويچ 2008 ,24 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هيلري کلينټن پر اوباما سخته نيوکه کوي
هيلري کلينټن او باراک اوباما په ټکساس ايالت کې
د نيويارک سناتوره هيلري کلينټن چې د امريکا د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره سخته مبازه کوي، ښاغلى باراک اوباما تر سختې لفظې نيوکې لاندې راوست، چې گواکې ده د کلينټن د روغتيايي پروگرام د شاليد په اړه گمراه کوونکې خبرې خپرې کړې دي .

آغلې کلينټن او اوباما دواړو په ټکساس کې په يوه تلويزيوني مناظره کې گډون کړى و .

د اوهايو په ايالت کې کلينټن انتخاباتي کمپاين ته وويل:'' باراک اوباما! وشرمېږه !''

سربېره پردې اوباما وايي هغه څه چې ده ويلي اوس هم ټينگ ورباندې ولاړ دى او د هيلري کلينټن دې سختې لهجې دى حيران کړى .

د راتلونکي مارچ په څلورمه په اوهايو او ټکساس کې د لومړنيو ټاکنو بريا د آغلې کلينټن لپاره يوه حياتي موضوع ده .

باراک اوباما په دې وتوانېد، چې په ١١ لومړنيو ايالتي ټاکنو کې په پرله پسې توگه پر خپله سياله هيلري کلينټن بريا ومومي .

د اسوشېټډپرېس پروينا، اوباما تر اوسه ١٣٥٣ رايې خپلې کړې دي، چې دديموکرات گوند د رسمي کانديدۍ لپاره د نماينده گانو٢٠٢٥ رايو ته اړتيا لري .

ټکساس او اوهايو په ټوله کې د نماينده گانو ٣٣٤ رايې لري .

د جمهوريت غوښتونکو گوند د رسمي کانديدۍ لپاره د نماينده گانو ١١٩١ رايو ته اړتيا ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت