|
گټس:پوځي چاره د کردانودستونزې حل نه دى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا ددفاع وزير رابرټ گېټس وايي د عراق شمال ته د ترکانو ننوتل به د کردستان د کارگرو گوند او ترکيې ستونزې حل کړاى نشي . ښاغلي گېټس استراليا ته د خپل سفر پرمهال وويل ترکيه هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د کردي لږکيو ستونزې ته حل لاره پيدا کړي، د گېټس پروينا، په افغانستان او عراق کې د امريکا د متحدو ايالتونو د تجربو له مخې دا ډول ستونزې په پوځي علمياتو حل کېدونکې نه دي . د عراق په کردستان کې چارواکو ترکي پوځونو ته گواښنه کړې که چېرې د عامو وگړو مېشتو سيمو ته د عملياتو په موخه ننوځي نو له سختې مبارزې سره به مخ شي . همداشان عراقي حکومت انقرې ته ويلي چې پوځي حل لاره به هېڅکله هم له ياغي کردانو سره د ترکيې ستونزه حل نشي کړاى . بل خوا د عراق د بهرنيو چارو وزير هوشيارزيباري وايي که ترکيه په خپلو پوځي علمياتو کې هر ډول زياتوالى راولي، ددغې سيمې ناارامي به لانوره هم زياته کړي . له ترکيې څخه رپوټونه وايي چې په دغو پوځي علمياتو کې کابو لس زره ترکي پوځيان گډون لري . بل پلو د ترکيې د ارکانو رياست وايي چې پرون شنبه (فبرورۍ ٢٣)ترکي پوځيانو په يوه ليرې غرنۍ سيمه کې ٣٥ ياغيان وژلي دي، چې تر دې دمه د کردي وژل شويو ياغيانو ټولټال شمېره تر٧٩ کسانو پورې رسېږي .
بل خوا د عراق له شمال څخه د کردستان د کارگرو گوند د مشر له خولې رپوټونه وايي چې په پروني اړدوړ کې ددغه گوند جنگياليو يوه 'کوپرا' ډوله چورلکه راغورځولې او ٤٧ ترکي پوځيان يې وژلي دي . له هغه وخت راهيسې چې کردي جنگياليو په ١٩٨٤ کال کې د انقرې پرضد سلاح راخيستې ده، په دغو نښتو کې کابو څلوېښت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى . په دې وروستيو کې له تېر اکتوبر څخه راپدېخوا ٣٠ ترکي پوځيان وژل شوي دي . له هغه مهال راهيسې چې د ترکيې د وزيرانو مشر رجب طيب اردوغان د ځمکنيو پوځي عملياتو پرېکړې هوکړه له پارلمان څخه ترلاسه کړه، ترکيې پر خپلو پولو په لس گونو زره ترکي پوځيان ځاى پرځاى کړل . | ورسره تړلي نور خبرونه گيټس:دناټو راتلونکى په خطرکې دى07 فبروري, 2008 | افغانستان عراق کې پنځه امريکايي سرتېري وژل شوي دي09 فبروري, 2008 | خبرونه جگړه ځپلو لپاره:انجلينا جولي بغداد ته تلې08 فبروري, 2008 | نړۍ امريکايي پوځيانو نهه عراقيان ووژل04 فبروري, 2008 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||