|
جگړه ځپلو لپاره:انجلينا جولي بغداد ته تلې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
انجلينا جولي په ناڅاپي ډول بغداد ته رسيدلې ده . د هاليوډ دغه مخکښه ستورې د ملگرو ملتونو د خير ښيگڼې د استازې په ډول د عراق سفر کړى دى . دغه ٣٢ کلنه فلمي ستورې د عراق د هغو دوه ميليونه جگړه ځپلو خلکو ته د مرستو د جلبولو د هڅو د گړنديتوب لپاره بغداد ته ورغلې ده. نوموړې سې اين اين ته ويلي دي چې عراقي کورنيو لپاره د ډيرو مرستو اړتيا ده او په ځانگړي ډول هغو خلکو ته چې د جگړو له کبله يې خپل اصلي ځايونه او کورونه پريښي دي . اغلې جولي په بغداد کې له امريکايي پوځيانو سره د غرمې ډوډۍ وخوړله او امريکايي جنرال پيټراووس ،امريکايي ډيپلوماټانو او له هغه عراقي وزير سره يې وکتل چې د بې کوره خلکو پالنه يې دنده ده. انجلينا جولي په بغداد کې د ملگرو ملتونو له مشر سټيفن ډي مستورا سره هم خبرې وکړې او د يو امريکايي ډيپلوماټ په وينا نوموړې به له عراقي لومړي وزير سره هم وگوري . دا تير کال هم عراق ته ورغلې وه او د بېځايه شو خلکو يو پنډغالى يې ليدلى وو . ديوې څيړنې له مخې ددغو بيځايه شو خلکو ترمنځ ډيرى يې ماشومان دي او اغلې جولي وايي چې دغو ماشومانو ته هره شيبه هر څه پيښيدى شي. نوموړې وويل چې دا به د عراق او امريکې پر چارواکو فشار واچوي چې د هغو مرستنه کونکو چارواکو امنيت لاپسې خوندي کړي چې د ملگروملتونو د کډوالو د ادارې لپاره په عراق کې کار کوي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||