|
عراق کې پنځه امريکايي سرتېري وژل شوي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د عراق په دوو جلا بريدونو کې پنځه امريکايي سرتېري وژل شوي دي. د فرانسې خبري اژانس د امريکا د پوځي چارواکو له خولې خبر ورکړى چې څلور سرتېري په بغداد کې د گزمې پر مهال د هغوى پر موټر د چاودنې له امله وژل شوي دي. خبر زياتوي چې بل سرتېري د عراق په شمال کې خپل ژوند له لاسه ورکړى. د جمعې په ورځ هم په شمالي ولايت التميم کې د سړک غاړې د بم په چاودنه کې يو امريکايي سرتېرى وژل شوى وو. تېر کال په بغداد کې د امريکايي پوځ له خوا د پراخو عملياتو تر سره کولو وروسته په پوځ باندې بريدونه را کم شوي وو خو په دې وروستيو اوونيوکې دا بريدونه بيا ډېر شوي دي. د امريکا د پوځ يو قوماندان ويلي د نوي ميلادي کال له پيل وروسته په اوسط ډول هره ورځ په امريکايي سرتېرو يو بريد کيږي چې پرمختللي بمونه پکې کارول کيږي. د جنوري په وروستۍ اوونۍ کې هم په موصل کې د سړک غاړې د بم په يوې چاودنه کې پنځه امريکايي سرتېري وژل شوي وو. | ورسره تړلي نور خبرونه د بغداد چاودنې ١٣ کسان وژلي دي23 نومبر, 2007 | نړۍ په عراق کې بمي بريدونو ٤٠ تنه وژلي 13 دسمبر, 2007 | نړۍ ځانمرگي بريدونو په عراق کې په لسگونو کسان وژلي25 دسمبر, 2007 | نړۍ ولسمشر بوش: له عراق څخه ٢٠٠٠٠ پوځيان باسو12 جنوري, 2008 | نړۍ امريکايي پوځيانو نهه عراقيان ووژل04 فبروري, 2008 | نړۍ عراق کې پنځه امريکايي سرتيري وژل شوي29 جنوري, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||