|
ولسمشر بوش: له عراق څخه ٢٠٠٠٠ پوځيان باسو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا ولسمشر بوش چې د منځني ختيځ د سفر په ترڅ کې په کويټ کې دى چې هېواد يې چمتووالى نيسي چې د روان ميلادي کال تر منځه پورې له عراق څخه خپل شل زره سرتېري وباسي. ولسمشر بوش وويل چې د دمگړۍ لپاره همدا د ٢٠٠٠٠ سرتېرو ايسته په پام کې ده، او د نورو ځواکونو ايستل په ډگر کې د قومندانانو پر سلا پورې اړه لري. ولسمشر بوش چې په کويټ کې يې د امريکايي سرتېرو په يوۀ پوځي پنډغالي کې وينا کوله وويل په عراق کې وروسته له هغه امنيت خورا ښه شوى چې امريکا نور سرتېري ور لېږلي. دۀ وويل متحد ايالات به په عراق کې د امريکايي پوځيانو د قومندان جنرال ډيويډ پټروس له مشورې سره سم که اړتيا وليدل شي نور ځواکونه هم له هغۀ هېواده وباسي. ولسمشر بوش وويل سره له دې چې په عراق کې امنيت ښه شوى، خو امريکايي ځواکونه به پر يوۀ اوږد مهالي ماموريت هلته پاتې وي. د امريکا ولسمشر پر سوريې هم غږ وکړ چې د هغۀ څۀ مخه ونيسي چې دۀ له هغۀ هېواده گاونډي عراق ته د ترهگرو اوښتنه وبلله. ښاغلي بوش وويل له سوريې څخه ترهگر عراق ته اوړي چې هلته پر امريکايي ځواکونو بريدونه کوي او دا چې دمشق بايد د دغۀ بهير مخه ونيسي. ولسمشر بوش د منځني ختيځ د څو هېوادونو پر يوۀ اوونيز سفر وتلى چې وايي موخه يې په سيمه کې د سولې او ټيکاو ټينگول دي. دى لومړى اسراييل او بيا فلسطين ته ولاړ او له هغۀ ځايه کويت ته رسېدلى. په راتلونکو ورځو کې به ولسمشر بوش بحرين، سعودي عربستان، او متحدو عربي اماراتو ته سفر وکړي. | ورسره تړلي نور خبرونه ولسمشربوش: د نيواک لړۍ بنده کړۍ11 جنوري, 2008 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||