|
ولسمشربوش: د نيواک لړۍ بنده کړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دامريکا ولسمشر بوش په بيت المقدس کې د اسرايلو ترڅنگ د فلسطيني دولت د جوړولو په اړه خپل دريځ د پخوانيوهغو په پرتله په کلکو ټکو کې وښود . يو خبري کنفرانس ته ښاغلي بوش وويل هغه نيواک چې په ١٩٦٧ کې پيل شوي وو اوس بايد پاى ته ورسيږي. ده وويل په هوکړه کې يوه خبره بايد ډيره روښانه وي،څرنگه چې اسرايل د يهوديانو هيواد دى دغسې فلسطينيان هم بايد خپل هيواد ولري. دکويټ يو ه خبري ايجنسۍ وايي چې د امريکا ولسمشر جارج ډبليو بوش به د جمعې په وروستيو شيبو کې کويټ ته د منځني ختيځ د سفر په لړ کې ورسيږي . اسرايليانو وويل چې ولسمشر بوش يې بايد په خبرو کې د نيواک ټکى نه وى کارولى خو دوى دا هم وويل چې له ولسمشر بوش سره د لومړي وزير ايهود الميرت ليده کاته ښه وه. دى به دکويټ له مشرانو سره دهغوکويټي بنديانو په اړه وغږيږي چې دگونتانامو په زندان کې پراته دي. مرستيال لومړي وزيرشيخ ډاکټر محمد صباح السليم ددې پخلى کړى چې دکويټ امير الاحمد الصباح به پردغې مسالې د امريکا له ولسمشر سره خبرې وکړي. ده وويل دوى ټول د بنديانو محاکمه غواړي او دا چې کويټي بنديانو مساله دوى ته ډير ارزښت لري ، حکومت يې دا نشې منلى چې وگړي يې پرته له کومې محکمې زنداني وي. بله مساله به د دواه اړخيزو اړيکو وي او د عراق ، ايران او لبنان پر کشالو به هم خبرې وشي. ولسمشر بوش به په کويټ کې امريکايي ځواکونو ته هم وينا وکړي او دکويټ د ښځو له مخکښو فعالينو سره به هم وگوري. واشنگټن کويټ ته خپل مهم ملگرى وايي او دواړه غاړې نژدې سياسي ، اقتصادي او پوځي اړيکي لري. | ورسره تړلي نور خبرونه ايران:دامريکاغبرگون له دښمنۍ ډک دى26 اکتوبر, 2007 | افغانستان امريکا:ايران ترهگري خپروي26 اکتوبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||