BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:12 گرينويچ 2007 ,26 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايران:دامريکاغبرگون له دښمنۍ ډک دى

ايران
د ايران دانقلابي ساتونکو مشر وويل چې دوى د اسلامي انقلاب د خيالونو دفاع ته تر وخت زيات چمتو دي.
ايران د امريکا له خوا دده پر انقلابي ساتونکو او دريو بانکونو د بنديزونو په کلکه دفاع کړېده.

د ايران دبهرنيو چارو وزارت ددې غندنه وکړه او دا يې د دوى په خبره د ايران پر وړاندې د واشنگټن له دښمنۍ ډکه تگلاره وبلله.

د ايران دانقلابي ساتونکو مشر وويل چې دوى د اسلامي انقلاب د خيالونو دفاع ته تر وخت زيات چمتو دي.

يوه جگپوړى امريکايي چارواکي نېکولس برنز له بي بي سي سره په خبرو کې هيله وښوده چې ملگري ملتونه به هم پر تهران د بنديزونو لگولو ته هوکړه ورکړي هغه ايران چې واشنگټن ورباندې د ترهرگرۍ دملاتړ کولو تورلگوي.

له دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې کوندليزارايس پر ايران د نو اقتصادي او دفاعي بنديزونو خبر ورکړ.

هغې وويل چې د ايران پر ملکي دفاعي صنعت اودرې دولتي بانکونو بنديزونه لگوي.

دې ايران له ترهگرۍ سره په ملاتړ تورن کړ او وېويل چې په افغانستان ، عراق ، فلسطين او لبنان کې اورپکو ته وسلې او روزنه ورکوي.

ايران سم لاسي وروسته دامريکا دغه بنديزونه له نړيوالو قوانينو څخه سرغړاوى وباله او په کلکه يې وغندل.

ورسره تړلي نور خبرونه
امريکا:ايران ترهگري خپروي
26 اکتوبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت