|
امريکا:ايران ترهگري خپروي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ترهگرۍ د ملاتړ او اټومي پروگرام د پرمخ بيولو په تور امريکا ير ايران نوي اقتصادي او دفاعي بنديزونه لگولي دي. دغه نوي بنديزونه د ايران پر سپاه پاسداران انقلاب او ٣ دولتي بانکونو لگول شوي دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې کاندليزا رايس وويل چې دا گامونه د متحدو ايالاتو د پراخې تگلارې برخه دي او له مخې به يې د ايران له بنسټپاله دريځ سره مقابله وشي. ايران د امريکا دنو گامونو په غبرگون کې وويل چې د متحدو ايالاتو تگلاره له نړيوالو قوانينوڅخه سرغړاوى دى او دا چې پر ايران ناسم تورونه لگوي. امريکا د ايران پاسداران انقلاب د پراخې ويجاړۍ دوسلو د خپراوي ډله بللې ده. امريکا د ايران يو بل دفاعي ځواک القدس د ترهگرۍ ملاتړ کونکى بللى دى. متحدو ايالاتو بيا بيا د ايران پاسداران انقلاب په افغانستان او عراق کې پرورانکارو فعاليتونو او له اورپکوسره د وسلو د مرستې او هغوى ته د روزنې پر ورکولو تورن کړي دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې پر ايران تور ولگاوو چې بيا بيا يې ناسمه ژبه کارولې ده او دا تور يې هم ولگاو چې ايران هڅه کوي چې داسې ټيکنالوجي ترلاسه کړي چې اټومي توغندي او سرگولولې پرې چمتو کيدى شي. اغلې رايس وويل ايران په افغانستان، عراق ، لبنان او فلسطين کې له ترهگرۍ سره مرسته کوي او د اسرايلو له منځه وړل غواړي. د ايران درې دولتي بانکونه د هغه هيواد ملکي دفاعي صنعت اود څو نورو کمپنيو مالي ملاتړ کوي چې د امريکا له خوا پرې بنديزونه ولگول شول. کاندليزا رايس وويل دغه گامونه به په نړۍ کې د ايران دناقانونه اقتصادي فعاليتونو د ترسره کولو مخه ونيسي. د برتانيا حکومت د امريکا ددغو گامونو ملاتړ کړى خو د ايران د بهرنيو چارو وزارت دا سخت غندلي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه گېټس: نه پوهيږم له ايرانه څوک افغانستان ته وسلې ليږي19 اپريل, 2007 | خبرونه برتانيا: ايران په افغانستان کې د اورپکو ملاتړ کوي18 مۍ, 2007 | خبرونه وردگ : له ايرانه وسله راځي خو نه پوهيږم د چا له خوا14 جون, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||