BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:24 گرينويچ 2008 ,29 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
عراق کې پنځه امريکايي سرتيري وژل شوي
امريکايي سرتيري
په وروستيو وختونو کې په موصل ښار کې تاوتريخوالى ډېر شوى
د امريکا پوځ ويلي د عراق په موصل ښار کې د سړک غاړې د بم په چادونه کې پنځه امريکايي سرتيري وژل شوي دي.

د رويټرز د راپور له مخې د پوځ په کاروان باندې له چاودنې وروسته ډزې وشوې. د پوځيانو د ژغورنې لپاره نور امريکايي او عراقي سرتيري سيمې ته ورسېدل.

د عراق لومړي وزير د جمعې په ورځ د وسله والو په وړاندې د پراخو عملياتو د پيلېدو خبر ورکړى وو.

د تېر کال په اوږدو کې د موصل ښارگوټى د تاوتريخوالي د ډېرېدو شاهد وو.

څو ورځې وړاندې د موصل ښار په بېلابېلو ودانيو کې د چاودنو له امله ٣٤ کسان ووژل شول او په سلگونو نورټپيان شول.

درې تنه پوليس مشران چې له پيښې وروسته يې له سيمې ليدنه کوله په يو بريد کې وژل شوي وو.

په عراق کې که څۀ هم په وروستيو مياشتو کې نسبتا ارامي راغلې ده، خو لا هم وسله وال کسان وخت پر وخت پر بهرنيو پوځيانو باندې بريدونه کوي.

په تېرو څو مياشتو کې بهرنيو ځواکونو ته په يوځايي توگه دومره لوړه مرگ ژوبله نه ده ور اوښتي.

ورسره تړلي نور خبرونه
عراق کې درنه جگړه روانه ده
24 جنوري, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت