BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:16 گرينويچ 2007 ,01 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په عراق کې د القاعدې مشر 'ووژل شو'

په عراق کې د القاعده شبکې مشر ابو ايوب المصري
که د المصري رښتيا هم مړ وي، په عراق کې د تاوتريخوالي د کمښت تمه نه شي کېداى
دعراق د کورنيو چارو و زارت وايي په هغه هيواد کې د القاعدې شبکې مشر ابو ايوب المصري وژل شوى دى . دوى وايي نوموړى د بغداد شمال ته له نورو اورپکو سره په خپلمنځي نښتو کې وژل شوى او دا چې په دې پېښه کې امريکايي او عراقي پوځيان ښکيل نه وو .

که يې پخلى وشى، دا پېښه به په عراق کې يو ه خورا مهمه پر مختيا وي، خو داسې يو ه پرمختيا نه چې ډير ژر به په هغه هيواد کې د القاعدې پر کارونو اغيز وکړي . له اوږدې مودې راهيسې امريکايي چارواکي دغلته د القاعدې او نورو سني اورپکو ډلو ترمنځ د اختلافونو خبره کوي .

د ابو ايوب المصري د وژنې خبر کيداى شي چې امريکايانو او عراقيانو ته يوه ښه موقع په لاس ورکړي چې ددغو اختلافونو د زياتولو لپاره ترې گټه پورته کړي .

خو که ښاغلى المصري رښتيا هم مړ وي، له دې سره سره دا تمه به له وخته مخکې وي چې په عراق کې دې تاوتريخوالى لږ شي.

تر د ې وړاندې کله چې په عراق کې د القاعدې پخوانى مشر ابو مصعب الرزقاوي ووژل شو، د تاوتريخوالي په کچه کې د پام وړ کموالى را نغى..

يه تيرو څلور کلونو کې د القاعدې کارونو په عراق کې لوى بدلونونه ليدلي چې د پخوا خلاف اوس تر يوې منظمې مشرتابه لاندې نه دي، بلکې غړي يې تر ډېره په خپله خوښه کار کوي.

ابو ايوب المصري يو کلاسيک مصري جهادي سړى بلل کېږي چې په ١٩٨٠ لسيزه کې د تندلارو اسلامپالو ډلو غړى شو او د افغانستان په کمپونو کې يې روزنه ترلاسه کړه .

باور کيږي چې نوموړى په ٢٠٠٢ کال کې پر عراق د امريکا له يرغله وړاندې هلته تللى و چې د القاعدې لومړنۍ سټې جوړې کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت