BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:06 گرينويچ 2006 ,09 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالبانو د الزرقاوي پر مړينه ژوره خواشينې څرگنده کړه

الزرقاوي
طالبانو دالزرقاوي ويناوې او کارونه د خپلو پلويانو د هڅولو لپاره کارولې
په هغه وينا کې چې د طالبانو د مشر بلل کېږي، د ابو مصعف الزرقاوي پر مړينه ژوره خواشينې څرگنده شوې ده.

په هغې کې راغلي چې درې کاله دمخه زرقاوي چا نه پېژانده، خو د عراق د نيواک خلاف روان مقاومت هغه پر يوه مشر واړوه.

زرقاوي په ١٩٨٠ کلونو کې د شوروي نيواک خلاف د افغان مجاهدينو د جگړو په سابقه لرونکو کې راځي. طالبانو په وروستيو کلونو کې د هغه ويناوې او کارونه د خپلو پلويانو د هڅولو لپاره کارولې.

د براټفورډ له پوهنتنون څخه پول راجرز وايي روښانه ده چې طالبانو اوس ښه امکانات ترلاسه کړي او په افغانستان کې خپلو هڅو او بريدونو ته زور ورکوي:

" ښاغلى راجرز وايي: څه چې اوس په ډاگه کېږي دادي چې د افغانانو او نورو اورپکو ځينې کوچنۍ خو ډېرېدونکي ډلې شته چې عراق ته تللي، هلته له امريکاييانو سره جنگېدلي او له هغه ځايه يې خپل تکيتکونه او زده کړې ورسره افغانستان ته راوړي دي.

عراق په دې ډول د جهاديانو د جگړه ييزې روزنې پر يوه مرکز اوړي چې پر افغانستان يې اغېز پرېوزي".

داسې گڼل کېږي چې د ياغيانو نوي تکتيکونه، لکه ځانمرگي بريدونه د عراق په پېښو ترسره کېږي.

له بلې خوا طالبان په جنوب کې د پياوړي کېدو په حال کې دي. په داسې حال کې چې د سيمه ييزو ښارگوټو خلک له طالبانو شکايت کوي چې د شپې ور اوړي او په زوره ترې خواړه او وسايل غواړي، د جنوب په ځينو ډېرو لېرې پرتو سيمو کې د خبرونو له مخې د چارو ولکه عملا" د طالبانو په لاس کې ده.

داسې رپوټونه هم راغلي چې د طالبانو شرعي محکمې په لېرې پرتو سيمو کې فعاليت لري. دا اوونۍ ملگرو ملتو د طالبانو په يوه محکمه کې د يوه مشکوک قاتل تر محاکمې وروسته د خلکو ترمخه د هغه اعدام وغانده.

دا کار د افغانستان په مرکزي سيمو کې شوى و چې ويل کېږي حکومت پکې سملاسي اغېزمن قضايي او اجراييه واک نلري.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت