|
الزرقاوي په عراق کې ووژل شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د عراق لومړي وزير نوري ملکي وويل چې د القاعدې يو لوى اورپکى په عراق کې وژل شوى دى. ښاغلى ملکي زياته کړه "نن موږ په دې بريالي شولو چې دابو معصب الزرقاوي ژوند ته د پاى ټکى کيږدو" په افغانستان کې ولسمشر حامد کرزي د زرقاوي وژنه القاعدې او ترهگرۍ ته لوى گوزار وبالۀ . ښاغلي کرزي وويل د زرقاوي د ترهگرې ډلې القاعدې لاسونه په افغانستان او عراق کې د زرگونو کسانو په وينو سرۀ دي . افغان مشر زياته کړه (( د زرقاوي وژنه د ترهگرۍ د ختميدو په مانا نه دي خو د ترهگرۍ د ختمولو په لور يو مهم گام دى . دغه برياليتوب بايد مسلمانه نړۍ او نور هيوادونه وهڅوي چې د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه پسې پياوړې کړي . )) ابو معصب الزرقاوی چې په اردن کې زيږيدلى په عراق کې د ياغي سنيانو په سترگه ورته کتل کيدل. راپورنه وايي چې الزرقاوي باقوبې ته نژدې په يوۀ هوايي يرغل کې ووژل شو. القاعده په عراق کې د سلگونو شعيه او امريکايي ځواکونو د وژنې پړه په غاړه لري. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||