|
ولسمشر بوش عراق ته په ناڅاپي سفر تللى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په واشنگټن کې سپينې ماڼۍ د ولسمشر جورج ډبليو بوش د يوۀ داسې سفر خبر ورکړ چې وار دمخه پرې څوک نه و خبر . سپينې ماڼۍ وويل ښاغلى بوش نن ( دوشنبې د وږي ١٢ د سپتمبر ٣ ) بغداد ته ورسيد. دا سفر په داسې وخت کې کيږي چې په عراق کې امريکايي پوځ د هغه هيواد پر چارو د يوۀ رپوټ پر ليکنې بوخت دى. د ډيرو شننونکو په گومان به دغه رپوټ ښاغلي بوش ته هغه استدلال يا په گوتو ورکړي چې په عراق کې خپل سرتيري وساتي او يا به يې هم ترې واخلي . په عراق کې د صدام حسين د رژيم له نسکوريدو وروسته څو ځلي ښاغلى بوش بغداد ته تللى دى خو هر ځل يې سفرونه ناڅاپي وي چې اصلي علت يې امنيتي اندېښنې ښوول کيږي . کابل ته د ښاغلي بوش د مرستيال ډيک چيني د يوۀ سفر په ترڅ کې ځانمرگى بريد شوى و خو تر هغې وړاندې هم لوړ پوړو امريکايي چارواکو افغانستان او عراق ته د خپلو سفرونو جزييات واردمخه نه په ډاگه کول . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||