BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:08 گرينويچ 2007 ,19 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
عراقيان د راتلونکي په اړه بدبينه دي
عراق
په عراق کي د امنىت اندېښنې په زىاتېدو دي
په عراق کې يوه تازه نظر شمېرنه ښيي چې عراقيان په زياتېدونکي توگه د حالاتو په اړه بدبينه دي او د بې باوري احساس کوي، خو خپل هيواد يوموټى غواړي.

د عراق د جگړې د پيل د څلورمې کليزې په مناسبت دغه نظر شمېرنه، چې د بي بي سي او ABC News لپاره شوې، ښيي چې ډېري عراقيان د امنيت او تاوتريخوالي په اړه ډېر اندېښمن دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسي په خپله سيمه کې څومره ځان خوندي گڼئ، يوازي ٢٦ په سلو کې خلکو د خپل امنيت په اړه ډاډ ښودلي، چې مانا يي داده چې په څلورو کې نژدې دري برخي خلک ځانونه چندان خوندي نه محسوسوي.

خو ډېري عراقيان، ياني ٥٦ په سلو کې، دانه گڼي چې په هيواد کې يې کورنۍ جگړه روانه ده او ٩٤ په سلو کې نه غواړي عراق دې د فرقه يي توپيرونو پر بنسټ وويشل شي.

د ورځني ژوند د اسانتياوو په اړه پوښتنې ته، نژدې ٩٠ په سلو کې پوښتل شوي کسانو ويلي چې برېښنا پاىېدونکي نه ده او دوى د تېلو او سونگ توکو له کمښت سره مخ دي.

دعراق په بېلابېلو برخو کې اتيا په سلو کې پوښتل شويو کسانو له بېکارۍ څخه سرټکولي او ٧٠ په سلو کې د روغتيايي اسانتياو له نشتوالي لامله ناخوښي ښودلي ده.

په څلورو کې تر دري برخي زياتو خلکو په عراق کې د امريکا په مشرۍ د ټلوالي د ځواکونو له شتون سره مخالفت ښودلي او ٥١ په سلو کې ويلي چې پر دغو ځواکونو باندي بريدونه د منلو وړ دي.

خو يوازي ٣٥ په سلو کې د امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو د سمدستي وتلو پلويان دي.

په ٢٠٠٥ کال کې چې بي بي سي کومه نظرشمېرنه ترسره کړې وه، هغه مهال ميليونونو عراقيانو په دوو ټاکنو او يوې ټولپوښتنه کې په برخه اخيستلو سره د خپل راتلونکي په اړه خوشبيني ښودلي وه.

څلور شپېته په سلو کې عراقيانو هغه وخت گمان کاوو چې په راتلونکي کال کې به د دوى د ژوند حالت ښه شي، خو اوس يوازي ٣٥ په سلو کې همداسې فکر کوي.

له هغه وخت سره په پرتله، د هغو خلکو شمېره چې ولسواکي د تر ټولو غوره سياسي نظام په توگه بولي له ٥٧ فيصده ٤٣ ته اوس ټيټه شوې ده.

د هغو فيصدي چې د ټول ژوند لپاره يو پياوړي مشر غواړي او د هغو شمېره چې په عراق کې يو اسلامي حکومت غواړي يو څۀ لوړه شوې ده، که څۀ هم د داسې نظام د غوښتونکو شمېره تر ٣٠ په سلو کې ټيټه ده.

په نظرشمېرنه کې د عراق د لومړي وزير نوري المالکي د محبوبيت په اړه هم پوښتنه شوي، چې يوازي ٤٣ په سلو کې يې ملاتړ کړى.

او دې پوښتنې ته چې اىا د بعث پخوانيو غړو ته دې اوس په حکومت کې دندې ورکړل شي که نه، ٥٦ په سلو کې د 'هو' ځواب ورکړى.

ورسره تړلي نور خبرونه
عراق کې ٣٥ کسان ووژل شول
12 نومبر, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت