|
عراق، تر صدام درې کاله وروسته | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د صدام حسين د واکمنۍ تر ړنگېدو درې کاله وروسته نن، د بي بي سي د نړيوالې شبکې بېلابېلې څانگې په دې تړاو ډول ډول مطالب خپروي. پر همدې مهال، په عراق کې د امريکا سفير زلمي خليلزاد تاييد کړه چې امريکايي چارواکو له يو شمېر هغو ډلو سره خبرې کړي چې د سنيانو له بغاوت سره تړاو لري. ښاغلي خليلزاد له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وويل، فکر کوي چې دغه خبرې اغېزمنې وې، ځکه چې پر امريکايي ځواکونو د بريدونو شمېر کم شوى دى. ښاغلي خليلزاد وويل له هغه چاسره به خبرې ونکړي چې ده صداميان او ترهگران وبلل چې له مدنيت سره يې جگړه پيل کړې ده. په دې مرکه کې چې ډېرې موضوعگانې پکې رانغښتل شوي، ښاغلي خليلزاد وويل چې عراق اوس هم د کورنۍ جگړې له امکان سره مخامخ دى او عواقب يې پخپله ددې هيواد او ټولې سيمې لپاره ناوړه راختلى شي. د عراق ولسمشر جلال طالباني بيا په دې لړ کې ويلي چې د نوي حکومت د مشرتابه پر سر لانجه په عراق کې د سياسي پرمختگ د لارې اصلي خنډ دى. له سرپرست لومړي وزير، ابراهيم الجعفري څخه چې ددې جړې په زړه کې دى، په زياتېدونکي ډول غوښتل کېږي چې گوښه شي. ولسمشر طالباني بي بي سي ته وويل هغه لومړى وزير چې د ملي يووالي حکومت مشري کوي، بايد د ټولو سياسي ډلو ملاتړ ولري، چې ښاغلي جعفري ترلاسه نشو کړى. کردي او سني ډلې او دغه راز د ښاغلي جعفري په شيعيه ټلواله کې ډېرئ له هغه نه غواړي چې پښه شاته کړي. د سياسي شخړو له اوږدېدو سره جوخت، ښاغلى طالباني وايي هيواد يې له بهر نه له جگړې سره مخامخ دى. دا جگړه د القاعدې د زرگونو بهرنيو غړو له خوا روانه ده چې په ټول عراق کې د ترهگرۍ د خورولو لپاره کلک هوډ لري. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||