|
عراق کې امريکايي پوځيانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په عراق کې امريکايې ځواکونه وايې چې له نهو څخه يې زيات سرتيري په عراق کې وژل شوي دي . له دې سره په روانه مياشت کې د وژل شو شميره له شپيتو څخه واوښته . دا په نژدې دوه کلونو کې د تلفاتو لوړه شميره ده . په يوه ناوړه پيښه کې څلور امريکايې عسکر په داسې حال کې ووژل شول چې ددوى د گزمې گاډى د بغداد په لويديځ کي د واټ د غاړې بم والوزاوو . درې نور د پلازمينې په شمال د ديالا په ولايت کې ووژل شول . د امريکايې ځواکونو په يوه اعلاميه کې ويل شوي دي چې دغه کسان د هغه څه په ترڅ کې وژل شوي دي چې دوى د دښمن عمل بللى دى خو نور جزيات يې نه دي ورکړي . ددې مياشتې لپاره د امريکايې وژل شو کسانو د وژنې منځنۍ شمير درې تنه په هره ورځ کې راځي . د امريکايې ځواکونو قومندان وويل چې دوى فکر کوي چې د تلفاتو شمير مخ په زياتېدو دى ځکه خو دوى زيات ځواکونه د گزمې لپاره بهر ليږي چې په بغداد کې تر گرد بد تاوتريخوالي مخه ونيسي . خو په همدې ترڅ کې امريکايان لا هم د سني اورپکو سره په جگړه کې ښکيل دي . په حقيقت کې دوى په يوه وخت په عراق کې په څو بيلابيلو جگړو کې ښکيل دي .له دې کبله د امريکا پر تگلارې بحثونه زيات شوي دي دا يو سپيڅلي انسان پر سر دا کار ناشونى دى . موږ د يو پټې څانگې له خوا په دې کار کو چې وبه کولى شو د ښاغلي تورسيلو په اړه له سره کتنه وکړو . خو موږ دې ته چمتو نه يو چې يو زوند ى انسان د بل انسان د زوند د زغورلو لپاره قربان کړو . دا وحشت دى . په انسانيت کې او د بشري حقونو د هر منل شوي قانون پر ضد دى . او دا نشې کيداى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||