BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:27 گرينويچ 2006 ,12 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
عراق کې ٣٥ کسان ووژل شول

عراق
ځانمرگو دغه غبرگ بريدونه د ښار په زړه کې ختيځ خوا ته ترسره کړي
په بغداد کې دوه ځانمرگو بمې بريدونو د کومانډو پوليسو د په روزنې مرکز کې لږ تر لږه ٣٥ تنه وژلي او ٦٠ نور يې ټپيان کړي. ځانمرگو بريد کوونکو هغه مهال ځان والوزاو چې د ښار په يوې لوې پوځي اډه کې زيات شمير ځوانان په پوليسو کې د گمارلو لپاره سره راغونډ شوى وو.

هغه ځوانان چې پخپله خوښه د عراق په امنيتى ځواک کې گډون کوى ډيرئ يې د ځانمرگو او موټربم بريدونو نښه گرځي . خو دا په بي ساري ډول يو خونړئ بريد وو.

ځانمرگو دغه غبرگ بريدونه د ښار په زړه کې ختيځ خوا ته د کمانډو د پوليسو د گمارلو په يو ترسره کړ .

له بلې خوا ، د ورځې په پيل کې يو موټر او د واټ د غاړ بمې بريد چې فکر کيږى موخه يي د پوليسو گزمه وه څلور تنه ملکي وگړي ووژل او لس نور يي ټپيان کړى. د تاوتريخوالى کچه د صدام حسين دمحکمې پر مهال په بشپړ ډول د گرزبنديز له ليرې کيدو وروسته په څرگند ډول لوړه شوې ده.

دلته د ټلوالې ځواکونو د کمولو لپاره د واشنگټن دتگلارې د پام وړ ټکي د عراقيانو روزنه او له عراقي ټيکاو سره ملاتړ دئ. خو د هيواد ډيرئ ځواکونه په خرابو وسلو سنبال دي، اوږ د مهاله غيرحاضري هم ورسره مل ده او د گمارلو بهير د تاوتريخوالي له ويرې هم شا ته پاتې دئ .

صدام حسينانځوريز رپورټ
صدام حسين په محکمه کې
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت