|
انځوريز رپورټ: صدام حسين په محکمه کې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسين محکمه نن يکشنبه ( نومبر پنځمه نيټه) د عراق په پلازمينه بغداد کې له کلکو امنيتى تدابير وروسته پاى ته ورسيده. قاضي د عراق پخوانى ولسمشر د بشريت پر ضد پر جرمونو محکوم کړ او د اعدام سزا يې ورته واوروله. د دۀ ناسکه ورور هم دمرگ په سزا محکوم شو . دقاضي په حکم کې راغلي دي چې دى دې په دار وځړيږي . د بعث گوندځينو نورو لوړپوړو تورنو شويو غړو ته د٥٠کلونو لپاره د بند سزا اورول شوې ده .
د گڼو تورونو په کتار کې پر صدام حسين يو تور د شعيه مسلمانانو د وژنې دى چې وايي په ١٩٩٢ کال کې يې په عراق کې دننه وژلي دي
د قاضي د پريکړې پر وخت صدام حسين چيغه کړه (( ژوندي دې وي خلک. مړه دې وي دښمنان، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر))
صدام حسين د عراق محکمه د دۀ په وينا د نيواکگرو محکمه وبلله
صدام حسين له محکمې څخه له وتلو ډډه وکړه خو وروسته په زور وايستل شو
ادعا شوې چې صدام حسين په ١٩٨٢ کال کې د ١٤٨ تنو د وژلو امر لاسليک کړى و. صدام داخبره منلې وه خو وروسته ېې انکار وکړ
د ٢٠٠٥ کال په اکتوبر کې د صدام حسين يو مدافع وکيل وتښتول شو
صدام حسين د محکمې په لومړيو کې په بيا بيا دا پوښتنه کوله (( أيا دا محکمه ددې حق لري چې دى محاکمه کړي". ))
محاکمه د بغداد په هغې سيمې کې ترسره کيږي چې خورا خوندي بلل شوې
د بي بي سي يو خبريال وايي صدام حسين د وروستي ځل په پرتله ډير نرى ، ژيړ او سپين ږيرى ښکارېدۀ
د محاکمې د پيل پر وخت له صدام حسين سره د اوو نورو کسانو محاکمه هم پيل شوه
صدام حسين تل په محکمې کې ويل چې دى د عراق ولسمشر دى
صدام حسين د ٢٠٠٦ کال د نومبر په ٥ نېټه د مرگ په سزا محکوم شو | ورسره تړلي نور خبرونه صدام حسين د مرگ په سزا محکوم شو05 نومبر, 2006 | خبرونه کندهار : زما ښار زما له سترگو17 اپريل, 2006 | خبرونه لوگر : زماښار زما له سترگو09 اپريل, 2006 | خبرونه کندز : زما ښار زما له سترگو27 مارچ, 2006 | خبرونه الينگار- لغمان: زما ښار زما له سترگو !23 مارچ, 2006 | خبرونه هلمند د يوۀ لويديځوال له سترگو23 مارچ, 2006 | خبرونه د فرهاد دريا انځوريز البوم11 مارچ, 2006 | خبرونه دوبۍ : انځوروييز رپوټ26 فبروري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||