|
کندز : زما ښار زما له سترگو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
زما نوم يار محمد نعيمي دى . زۀ په کانادا کې له تيرو ١٧ کلونو ژوند کوم . د ٢٠٠٥ کال په پاى کې افغانستان ته ولاړم او هلته مې ډير عکسونه واخيستل . زۀ د لغمان يم ، په دغو عکسونو کې يوازې يو عکس د لغمان دى چې دا ځل ما واخيست . خو ډير په کندز کې وگرځيدم او عکسونه مې تر ډيره ځايه د کندز له ولايت سره تړاو لري .
د کندز ولايت د اوزلوبې يا بزکشۍ خورا تکړه لوبغاړي لري ، د جنگونو په کلونو کې ډير اسونه ضايع شوي دي خو د لوبې مينه وال او لېوال لا هم ډير دي
د کندز په ولايت کې د (( دوره )) په نامۀ يوه سيمه ده چې خدايي لوبغالى يا سټيډيم پکې جوړ شوى دى . دغلته د اوزلوبې ډيرې په زړۀ پورې لوبې کيږي چې په زرگونو خلک يې نندارې ته ورځي
د کندز ښار شاوخوا خورا ښکلي او شنۀ څړځايونه دي . دغه يو له ښار څخه د شيرخان بندر په لور په غځيدلې لويه لاره پروت دى چې د کوچيانو مالونه پکې څري .
له کندز نه د تخار ولايت ته غځيدلى سړک دومره تش نه وي لکه په دغه ورځ چې ما وليد . دغه سړک د داود خان په واکمنۍ کې روسانو جوړ کړى و . په جنگونو کې هغومره تاوان نه دى ورسيدلى لکه د افغانستان نور سړکونه چې پکې خراب شوي دي .
له کندزه ليرې زما په پلارني ولايت لغمان کې دا منظره د الېنگار ولسوالۍ شمالي برخه ده ، اوس هم لکه د تل په شان ښکلې او پرتمينه ده
و رښتيا چې افغانستان ته ځئ نو کابل به څرنگه هيروئ د پامير سينما له هسکې ودانۍ څخه اخيستل شوى دغه عکس د ارتن پلۀ په لور سيمه ښکاروي چې د موټرو گڼه گوڼه يې لويديځ مېشتي هم حيرانوي (( يادونه : بي بي سي پښتو وېبپاڼه ( زما ښار زما له سترگو ) لړۍ پيل کړې . که تاسو د خپل ښار ، کلي يا ولايت عکسونه اخيستي وي ، راويې ليږئ ، ستاسو له نوم ، عکس او د عکسونو له تشريحاتو سره يې خپروو . لطفآ يوازې هغه عکسونه راوليږئ چې تاسو اخيستي وي . له هر عکس سره دا هم وليکئ چې د څه په باب دى او ولې تاسو ته ښه ښکاره شوى . )) | ورسره تړلي نور خبرونه الينگار- لغمان: زما ښار زما له سترگو !23 مارچ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||