|
الينگار- لغمان: زما ښار زما له سترگو ! | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
زۀ نظير احمد انگار نوميږم . د افغانستان د لغمان ولايت د الينگار ولسوالۍ په پړ وايي کلي کې لوى شوى يم . دا تير اته کاله مې په سويډن کې تير کړل . د ٢٠٠٥ کال په سپتمبر کې وروسته له اتو کلونو خپل الينگار ته لاړم . دغه عکسونه لرم :
دا د پړوايي کلى دى . کيڼ لاسته د کمرۀ په سر زموږ کلى پروت دى . په دغه سين کې مې ډير لامبلي دي . اوس چې له اتو کلونو وروسته بيا ورغلم صبر مې ونه شو بيا مې هم پکې غوپې ووهلې .
اوس زموږ کورنۍ په مهترلام کې اوسيده چې د لغمان مرکز دى . دغه کور د مهترلام د شېخانو په سيمه کې جوړ شوى . داسې پاخۀ کورونه پخوا په لغمان کې نه وو خو اوس له خيره يوازې همدا کور نه دى بلکې نور هم ډير شوي دي
د سيند کيڼ لاسته د ورنه ټه کلي مځکې دي . دغه شنۀ پټي د شولو دي ، دا د سيلې وريژي دي خو خلک ورته جاپانۍ وريژي هم وايي .
ليرې هسکه څوکه د زيگي منار په نامۀ مشهوره ده ، د کمونستانو په وخت کې حکومت همدغلته پوسته جوړه کړې وه ټوله ولسوالي يې ترې کنترولوله .
د پړ وايي کلي په دغه برخه کې مې د ژوند په لومړنيو کلونو کې ډيرې لوبې کړي دي
د ورنه ټه کلي خلک خورا خوش طبعيته دي . ياديږي مې چې د دغۀ کلي په وستلونو کې به تل د رباب او ټنگ ټکور غږ و
دا د نيازو د کلي برخه ده . دلته سيند په هواره سيمه کې بهيږي چې ډير غلى دى . په ژمي کې چې اوبه لږې وي موږ به په اوبو کې له همدې ځايه پورې غاړې وتلو .
د يوۀ هسک غرۀ په لمن کې دا سړک نه دى يوه وياله ده چې څو لسيزې پخوا د غرۀ خلکو پخپله جوړه کړې ده . خلکو دغه وياله ځکه جوړه کړې وه چې په بل ډول يې اوبه نه شواى موندلى
دا د سندر واه په نامۀ کلى دى دغلته د کوهستاناتو د سيمو خلکو داسې کورونه پخوا ځانته جوړ کړي چې تر کور ډير سمڅو ته ورته دي خو نن سبا د ډينمو په برکت په دغو سمڅو کې برېښنا شته ، په سيند باندې ډيرو خلکو د ډينمنو په مټ ځانته برېښنا پيدا کړې ده
دا هم د سندر واه کلي يو سندريز انځور دى چې زما په سترگو د نړۍ ښکلا پکې راټولې شوې او هغه د شاعر خبره : هره پېغله حوره حوره هر زلمى غلمان غلمان دى + مولا شک راته پيدا شو دا جنت دى که لغمان دى (( يادونه : بي بي سي پښتو وېبپاڼه ( زما ښار زما له سترگو ) لړۍ پيلوي . که تاسو د خپل ښار ، کلي يا ولايت عکسونه اخيستي وي ، راويې ليږئ ، ستاسو له نوم ، عکس او د عکسونو له تشريحاتو سره يې خپروو . لطفآ يوازې هغه عکسونه راوليږئ چې تاسو اخيستي وي . له هر عکس سره دا هم وليکئ چې د څه په باب دى او ولې تاسو ته ښه ښکاره شوى . )) | ورسره تړلي نور خبرونه هلمند د يوۀ لويديځوال له سترگو23 مارچ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||