|
کندهار : زما ښار زما له سترگو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
عبدالله نومېږم ، په کندهار کي زېږېدلی يم ، اوس په هالنډ کې اوسېږم . تېر کال ( ٢٠٠٥ ) په دوبي کې کندهار ته تللی وم . له هغو عکسونو څخه چې اخستي مې دي دغه څو يې ستاسو سره شريکوم .
دغه مخامخ ودانۍ د ميرويس روغتون جراحي برخه ده ، له ١٩٩٦ څخه تر ١٩٩٨ کاله پوري مې دلته د نرس په توګه دنده ترسره کوله . ميرويس روغتون يو ځل بيا ترميم شوی دی ، هر څه ښکلي ښکاري . خو دننه کيسې بل ډول دي
دسپينو کاليو درلودونکی نرس ( سيد احمد) ويل چې د روغتون ډېر پخواني انډيوالان د معاش د لږوالي په سبب يا په ماين پاکي موسسو کې او يا هم نورو اين جي او ګانو کې کارونه کوي . پرکټ ناست ناروغ ( د اکرم خاکرېزوال – ساتونکی ) په کندهار کې د لومړني ځانمرګي بريد پر وخت د سترګو ليدلی حال وايي
د ميرويس روغتون دننه د کندهار دعامې روغتيا رياست ودانۍ . په دې ودانۍ کې مې په ١٣٧٠ او ١٣٧١ لمريز کال د مامور په توګه دنده ترسره کوله ، داماموريت داقتصادي ستونزو له کبله و . له پلاره سره مې کار کاوه ، د هغه وخت عامې روغتيا ريس ډاکټر هاشم الکوزی و او د ميرويس روغتون ټول کارکوونکي ١١٠ تنه وو ، هغه وخت نژدې ټولې ښيښې ماتې شوې وې ودانۍ سورۍ سورۍ وه ، او هره ورځ به پر دې سيمه د روس پلوه دولت او مجاهدينو جګړې وې
دبابا صاحب زيارت ته دجمعې په شپه په سلګونو تنه ځوانان او زاړۀ ور روان وي ، زيارت کوي ، دعاګاني کوي ،او بيا نو له هغو دکانونو څخه چې تر زيارت لاندې جوړ شوي دي د خپلې خوښې خواړه يا مېوه اخلي او په پخواني غرۀ ( اوسني چمن ) کې کښېنې . څوک چای يا ساړه څښي ، څوک ډوډۍ يامېوه خوري، څوک موسيقي اوري ، څوک موسيقي ږغوي او ځينو بيا کرک له ځانه سره راوړی وي ، او نور بيا د شپې تر پايه تر غټو برېښنايي څراغونو لاندې يخي هواته ناست وي ، کش يا دوپنځوسمه يې وېشلې وي
څوک که به د کندهار وه که نه چې کندهار ته به تلل نو له پخوا څخه دا يو دود غوندي و چې بابا صاحب ته به هم تلل ، ځکه هلته شنه باغونه ، شنې اوبه او يوه خوشاله فضا وه . هغه څه چې د بابا صاحب زيارت او شاوخوا ته په دې وروستيو کلونو کې جوړ شوي دي ، په ليدلو يې څوک فکر نه کوي چې دا سې يو ځای دې په کندهار کې وي
کندهاريانو د والي ګل اغا شيرزي په تبديلۍ ژوره خواشيني ښودله ، ځکه ګل اغا شيرزي ژمنه کړې وه چې د تپې په سر کې د څو پوړيز هوټل څخه تر فارغېدو وروسته به د بابا صاحب شاوخوا د اوبو غاړې هم په ښکلې او مډرن ډول جوړوي . د هغۀ له تگ سره تر اوسه دغلته څه نه دې شوي
که وګورئ چې د شهيدانو چوک شاوخوا دورځې په اوږدو کې دموټرونو څومره ګڼه ګوڼه وي نو حيران به ولاړ شئ ، زموږ په وطن کې خوهسې هم نه دچلوونکي د لايسنس پوښتنه شته ، نه بېمه شته ، او نه مياشتنۍ ماليه . هلته ١٠ کلن ماشومان هم لنډکروزر چلوي
دميرويس نيکه ښوونځي کې يوې جاپانۍ موسسې د زده کوونکو لپاره نوې ودانۍ جوړوله ، په ښار کې هغه ودانۍ چې د جاپاني خيريه موسسو له خوا جوړې شوې وې تر نورو ښکلې او کلکې ښکارېدې . يوۀ انجنير ملګري مې راته وويل چې جاپانيان د ودانيو کار نه نورو ته په ټېکه ورکوي او نه خپله غلا کوي ، ځکه وايي چې موږ ودانۍ په ګرنټي جوړوو
د غرونو سلسلې ، د يخو خوږو روانو اوبو څپې، د باغونوخوږې مېوې دا نو هلته مزه کوي چې ما غوندي يې له نژدې ووينې .دا ډامبر سړک دکندهار ښار څخه پېلېږي او تر څو مياشتو مخکې پورې يې کار د شاوليکوټ ولسوالۍ ته رسېدلی و
ارغنداب د روسانو په وخت کې دخورا سختو جګړو سره لاس او ګرېوان و . دارغنداب خلک وايي چې دوی په ټول ژوند کې داسې يو تصور هم نه شوای کولای چې د دوی د کور او کلي مخته به ډامبر سړک جوړېږې . او دوی به دملي بس څخه په ګټه اخستنه له ښاره تر خواجه ملک پوري تګ اوراتګ کوي
دارغنداب د چارباغ له څنډو څخه د رود ها خوا د کوهک تاريخي غونډۍ ښکاري چې دلوی احمدشابابا مور زرغونه انا پکې ښخه شوې ده
چهارباغ هم د روسانو په وخت کې دجګړو يو سخت سنګر و . د توت پر ونو او دېوالونو د روسانو سره د جګړې نښې نښانې تر اوسه دغيرتونو کيسې کولې (( يادونه : بي بي سي پښتو وېبپاڼه ( زما ښار زما له سترگو ) لړۍ پيل کړې . که تاسو د خپل ښار ، کلي يا ولايت عکسونه اخيستي وي ، راويې ليږئ ، ستاسو له نوم ، عکس او د عکسونو له تشريحاتو سره يې خپروو . لطفآ يوازې هغه عکسونه راوليږئ چې تاسو اخيستي وي . له هر عکس سره دا هم وليکئ چې د څه په باب دى او ولې تاسو ته ښه ښکاره شوى . )) پته مو ده : pashto@bbc.co.uk | ورسره تړلي نور خبرونه بلخ : زما ښار زما له سترگو10 اپريل, 2006 | خبرونه لوگر : زماښار زما له سترگو09 اپريل, 2006 | خبرونه کندز : زما ښار زما له سترگو27 مارچ, 2006 | خبرونه الينگار- لغمان: زما ښار زما له سترگو !23 مارچ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||