BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:58 گرينويچ 2006 ,10 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بلخ : زما ښار زما له سترگو

زما نوم سميع الرحمن دى . د بغلان ولايت د خنجانو په ولسوالۍ کې په ١٩٩١ کال کې زيږيدلى يم . زۀ هر کال د بلخ ولايت مرکز ته د جنډې د پورته کولو مراسمو ته ځم . خپله د خنجانو په لېسه کې د ١٠ ټولگي زده کوونکى يم دغه څو عکسونه د پښتو وېبپاڼې له نورو ليدونکو سره شريکوم .

دا د ابو نصر پارسا لرغونى جومات دى چې د اسلامي دورې په لومړيو کې د بلخ په ولسوالۍ کې جوړ شوى دى . د تير کال په پرتله يې ښکلا سږ کال کمه شوې وه ، لوټمارانو يې ځينې نورې خښتې هم لوټلې وې .

دا د بلخ هغه مدرسه ده چې يو وخت به ورته د نړۍ له هر گوټ څخه زده کوونکي ورته راتلل خو اوس په يوې کنډوالې بدله شوې ده ، او عجيبه يې لا دا ده چې د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ ډير وگړي اوس نالوستي دي حال دا چې ورته په نژدې لوى ښار مزار شريف کې پوهنتون هم شته او لېسې خو يې ما نه دي شمارلي .

دغه پاس د خاورو کوټه يو وخت د زردشتيانو معبد و خورا لرغونى ځاى دى خو اوس د خاورو له همدې ډيرانه پرته نور څه پکې نشته

دغه خړ دېوال د بلخ لرغونى دېوال دى چې وايي اريايي ټولواک يما يې له ميلاد څخه ١٧٠٠ کاله وړاندې د بنسټ ډبره اېښې وه اوس يې څوک پوښتنه نه کوي او دا دى کال په کال د خرابيدو په حال کې وي

د بلخ ولسوالۍ باغ سږ کال هغومره له خلکو ډک نه و چې تير کال کې ليدلى و . سږ کال د ميلې پر وخت عادي خلکو ته اسانتياوې لږې وې شايد په همدې دليل سيلانيان لږ ورته راغلي وو

چې د بلخ ولايت ته راشئ او د مزار شريف د ښار په زړۀ کې روضې ته رانه شئ نو څرنگه کيداى شي .د نوروز په ورځ درول شوې جنډه لا تر اوسه ولاړه ده دغه جنډه به د کال په لومړيو ٤٠ ورځو کې همداسې ولاړه وي

(( يادونه : بي بي سي پښتو وېبپاڼه ( زما ښار زما له سترگو ) لړۍ پيل کړې . که تاسو د خپل ښار ، کلي يا ولايت عکسونه اخيستي وي ، راويې ليږئ ، ستاسو له نوم ، عکس او د عکسونو له تشريحاتو سره يې خپروو . لطفآ يوازې هغه عکسونه راوليږئ چې تاسو اخيستي وي . له هر عکس سره دا هم وليکئ چې د څه په باب دى او ولې تاسو ته ښه ښکاره شوى . ))
پته مو ده : [email protected]

ورسره تړلي نور خبرونه
لوگر : زماښار زما له سترگو
09 اپريل, 2006 | خبرونه
کندز : زما ښار زما له سترگو
27 مارچ, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت