|
لوگر : زماښار زما له سترگو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
زما نوم زبير جان دى . د ٢٠٠٥ کال د جولاى په ١٥ نېټه افغانستان ته تللى وم . د لوگر په ولايت کې پر خپل کلي وگرځيدم . ځينې عکسونه مې واخيستل چې دلته يې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې له نورو ليدونکو سره شريکوم .
دا د لوگر ولايت د خوشې ولسوالۍ د دوبندي په نامه ښکلې دره ده . د جگړو له امله د دغې درې په سلو کې ٩٥ کسان کډه شوي دي . او کلي يې لا هم ويجاړ پاتې دي .
د خوشې ولسوالۍ کوم خلک چې پر ځاى پاتې دي په دې ښکلې درې کې اوسيږي .
د دوبندي سيمې په زړۀ کې د وزير خيلو په نامه کلي کې دغه کمر د (( اوښ )) په نامۀ مشهور دى . دغه کمر د اوښ غوندې ښکاري . خلک يې په فولکلوريکو کيسو کې ډير يادوي .
د دوبندي سيمې مېوې مشهورې دي . توتان ، مڼې او ځينې نورې ميوې يې دومره خوندورې دي چې ځينې خلک وايي له خوږلت نه يې خوړلى نه شي . خو دغه ميوې له خپلې سيمې دباندې ډيرې نه ځي که بازار ورته پيدا شي د سود سودا ښه چاره به وي .
په دوبندي کې د بيا رغاونې څه نشته دغه دوه پوړيزه ودانۍ له ډيره وخته شته خو له دې ور هاخوا پکې څه نه وينو .
په دوبندي کې يو ابتدايي ښوونځى شته چې دغه ودانۍ لري خو ښوونکي نه لري ، لري يې خو خونده يې نشته .
پخوا په دغې درې کې ډيرې ونې وې . د چنارونو هسکې ونو دغه ټوله سيمه ښکلې کړې وه خو اوس د انگورو د پېټيو يا صندوقونو لپاره ټولې ونې وهل شوي دي .
د بيا رغاونې يوازينۍ بېلگه مو دغه جومات دى چې نوى او ښکلى جوړ شوى دى . (( يادونه : بي بي سي پښتو وېبپاڼه ( زما ښار زما له سترگو ) لړۍ پيل کړې . که تاسو د خپل ښار ، کلي يا ولايت عکسونه اخيستي وي ، راويې ليږئ ، ستاسو له نوم ، عکس او د عکسونو له تشريحاتو سره يې خپروو . لطفآ يوازې هغه عکسونه راوليږئ چې تاسو اخيستي وي . له هر عکس سره دا هم وليکئ چې د څه په باب دى او ولې تاسو ته ښه ښکاره شوى . )) | ورسره تړلي نور خبرونه کندز : زما ښار زما له سترگو27 مارچ, 2006 | خبرونه الينگار- لغمان: زما ښار زما له سترگو !23 مارچ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||