|
صدام حسين د مرگ په سزا محکوم شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د عراق پخوانئ ولسمشر صدام حسين او ناسکه ورور يې دمرگ په سزا محکوم شول . دقاضي په حکم کې راغلي دي چې دى دې په دار وځړيږي . د بعث گوندځينو نورو لوړپوړو تورنو غړو ته د پنځوسو کلونو لپاره د بند سزا اورول شوې ده . پرصدام حسين د شيعه وگړو د عام وژنې توردى چې وايې په کال نولس سوه دوه اتيايم کې يې په عراق کې داوژنې تر سره کړي دي . محکمې خپل کار نن سهار پيل کړ . کله چې د محکمې حکم اعلان شو صدام حسين لا جنجال کاوۀ. دى د محکمې په يوه خاصه برخه کې ولاړ وو، توره دريشي يې اغوستې وه، سپين کميس يې رنگه تڼۍ لرلې او وريښمين د ستمال يې په جيب کې وو. لومړى خو يې نه غوښتل چې ودريږي خو قاضي ددرديدو امر ورکړ. کله چې سزا ورته واورول شوه نو پخواني د يکتا تور چيغه کړه. کله چې محکمې سزا واوروله ده نه غوښتل چې له محکمې نه ووزي خو د محکمې چارواکو په زور له محکمې نه وايستۀ. په بغداد کې د صدام د اعدام خبردښار په ځينو برخو کې دخوښى په ډزو ونمانځل شو. د عراق په کوڅو کې د ډزو او اخ وډب له کبله حکومت په پلازمينه او شاوخوا ولايتونو کې د ټرافيکو پر گرځيدو بنديز لگولى دى . د ټولو پوځيانو ويستل ځنډول شوي دي . گوتنيوونکي وايې چې د امريکا او عراق حکومتونه د محکمې په بهير کې لاسوهنه کوي . د يکشنبې په ورځ د عراق لومړي وزير نوري المالکي هيله وښوده چې ، صدام حسين د هغه څه وړ شي چې کړي يې دي . په بغدادکې د بي بي سي خبريال وايي ، ځينې عراقيان په دې باور دي چې ، د صدام حسين محکمه به امنيت نور هم خراب کړي . |
ورسره تړلي نور خبرونه د صدام مدافع وکيل ووژل شو21 اکتوبر, 2005 | خبرونه د صدام په محاکمه کې ښکېل وکيل وتښتول شو21 اکتوبر, 2005 | خبرونه د عراق پر يرغل درې کاله تير شول20 مارچ, 2006 | خبرونه عراق، تر صدام درې کاله وروسته07 اپريل, 2006 | خبرونه د صدام حسين محاکمه بيا پيل شوه 17 اپريل, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||