BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:37 گرينويچ 2005 ,21 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د صدام مدافع وکيل ووژل شو
د صدام مجسمه
د صدام حسين مجسمه په هغه ورځ نسکوره شوه چې بغداد د ايتلافي ځواکونو لاس ته ولويد .
په عراق کې پوليس وايي چې د صدام حسين له مدافع وکيلانو څخه يوو تن وژل شو.

سعدون ال جلابي حسين پرون ( د تلې ٢٨ د اکتوبر ٢٠ ) د څو وسلوالو کسانو له خوا د بغداد په ختيځ کې له خپل دفتره وايستل شوى وو. پوليس وايي چې دوى د دۀ مړى له يوۀ جومات سره نژدې کوڅه کې وموندلى .

ويل شوي چې نوموړى له صدام حسين سره د يوۀ بل گډ تورن عواد البندر مدافع وکيل و چې محاکمه يې وړمه ورځ پيل شوه.

داسې ښکاري چې دى يې په سر کې په ډزو ويشتلى دى.تېره شپه ځينو مول وهليو وسلوالو کسانو دى له خپل دفتر څخه پورته کړ.

نوموړي د صدام حيسن او د هغه د اوو نورو ملگرو محاکمې کې حاضري ورکړې وه .

ښاغلى ال جلابي له هغو مدافعې وکيلانو څخه يو دى چې د دوجېل قضيه چلوي،چې په ١٩٨٢ م کال کې پر صدام حسين د ناکامه مرگوني بريد وروسته پکې گڼ شمېر خلک وژل شوي وو.

که څه هم څارنوالانو او قاضيانو ته ډېر غښتلى امنيت ورکول شوى دى خو د مدافعې ځينو وکيلانو شکايت کاوۀ چې دوى ته گواښنې کېږي.

د عراق د وکيلانو ټولنې يو ۀ چارواکي ويلي دي چې د وکيل وژنه د مدافعې ډلې لپاره ډېري جدي پايلې لرلى شي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت