BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:21 گرينويچ 2005 ,19 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د صدام محاکمه تر نومبره ( ليندۍ ) وځنډيده
صدام حسين په يوه غار کې پټ و چې امريکايي ځواکونو ونيوۀ . له دۀ سره وسله هم وه خو مقاومت يې ونه کړ.
د عراق پخوانى مشر د بشريت پر ضد جرمونوباندې تورن دى.خو نوموړي د محکمې له منلو څخه انکار کړى دى.

په صدام حسين باندې لگول شوو تورونو کې ويل شوي چې په ١٩٨٢ کال کې يې تر ١٤٠ څخه د زياتو شيعيه گانو د وژلو امر کړى وو.

ددې وژنې په اړه ويل شوي دي چې د بغداد په شمال دجيل نومي ځاى کې په عراقي مشر د وژنې تر ناکامې هڅې وروسته ، ترسره شوې دي.

صدام حسين توره دريشي اغوستې وه او ظاهرآ يې د قرانکريم يو نسخه په لاس کې وه .

قاضي ورڅخه وپوښتل چې خپل نوم واخلي، خو هغۀ څو څو ځله دا پوښتنه کوله چې "أيا دا محکمه ددې حق لري چې دى محاکمه کړي".

د محکمې په ځاى کې د بي بي سي يو خبريال وايي صدام حسين د وروستي ځل په پرتله ډير نرى ، ژيړ او سپين ږيرى ښکارېدۀ.

د صدام حسين وکيلان وايي دوى به غواړي چې محاکمه لږ تر لږه درې مياشتو پورې وځنډوي.

د صدام حسين د مدافع ډلې يوۀ غړي او دده قانوني سلاکار، عبدالحق العلاني، وايي چې محاکمه به بې پرې نۀ وي.

خو محکمې د نومبر تر ٢٨ نېټې ( ٧ ليندۍ ) پورې ځنډولې ده .

محاکمه د بغداد په هغې سيمې کې ترسره کيږي چې کلک امنيت يې نيول شوي وي او د گرين زون په نامۀ ياديږي .

د محاکمې د بهير تلويزيوني عکاسي ته اجازه ورکړل شوې ده .

اووه کسه نور هم له صدام حسين سره محکاکمه کيږي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت