|
د خوړو په وړاندې د تېلو د پروگرام لويه رسوايي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د خوړو په بدل کې د تېلو پروگرام موخه د عراق د خلکو د کړاونو کمول وه چې د صدام حسين پر رژيم د لگېدلېو بنديزونو له امله رامنځته شوي وه. د متحده ايالتونو د سنا د مجلس د پلټونکو په وينا، عراقي چارواکو د تېلو د ښکېلو شرکتونو له خوا د بډو له درکه شاو خوا څلور مليارد ډالره تر لاسه کړي وه. خو دغه شمېره د هغو څورلسو ملياردو ډالرو په وړاندې هېڅ ده چې د ادعا له مخې په " بنديزونو کې د چاودنو" له امله تر لاسه شوي، يعنې پر گاونډيو هېوادونو، لکه ترکيې او اردن باندې په ناقانونه توگه د تېلو د خرڅلاو له درکه. د کوفي عنان په وينا، بريتانوي او امريکايي چارواکي پر دې چارې خبر وه، خو ښايي پرې سترگې يې پټې کړې وي، ځکه ښکېل هېوادونه د دوى ملگري وه. د خوړو په وړاندې د تېلو د پروگرام په رسوايي کې ، د تکزاس مېشتي شرکت، بې آيل خاوند ډېوېد چالمرز ، له يوۀ بلغاريايي ملگري سره چې په هاوستون کې مېشت دى او د تېلو لندن ميشتي سوداگر جان اروېنگ سره تورن شوي دي . پر دغو درېو تنو تور دى چې پټو عراقي بانکي حسابونو ته ېې مليونونه ډالره ور اچولي چې بې آيل ته د خوړو په وړاندې د تېلو په پروگرام کې د برخه اخيستو لار هواره کړي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||