|
طلباني د عراق د نوي ولسمشر په توگه نومول شوى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پارلمان د نوموړي دوه مرستيالان هم ونومول چې يو يې شييعه عديل عبدل مهدي او دويم يې تلونکى سني ولسمشر غازي ال ياور دى. دا ټاکنې پر داسې مهال ترسره شوې چې په دغه هېواد کې د ټاکنوله کېدو دوه مياشتې راهيسې د نوي مشرتابه د ټاکنو پر سر د پارلمان دمهمو گوندونو تر منځ هيڅ روغه جوړه نه کېده. د نوي ولسمشر له ټاکنو څخه يو لوى پر مختگ وشو ځکه چې نوى منځمهالى لمړى وزير به د دده لخوا نومول کېږي. د ولسمشرى لپاره د رايو ورکولو بهير و صدام حسين ته په بندي خانه کې پر ټي وي وروښودل شو چې دى پردې قانع کړي چې نور نو واک ته بيرته نشي وراتلاى. د نوي منځمهالي ولسمشر په توگه د ټاکل کېدو پر مها جلال طلباني وويل: مننه تاسو ټولو څخه د زړه له کومې ډېره مننه کوم چې پر ما مو ددغه دندې د ترسره کولو لپاره باور وکړ. دا په رښتيا هم يوه مقدسه دنده ده،چې تاسو زه ورته ونومولم.زه به ستاسو باور او اعتماد ساتم او د عراقي ولس باور به ساتم چې تاسو يې په ازادو ټولټآکنو کې، په لمړنيو ازادو ټولټاکنو کې زمونږ د گران هېواد عراق استازي وگرځولاست. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||