BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په عراق کې شيعه مشرانو د ملي پيوستون غږ کړى
News image
آيت الله سيستاني په گټونکي ايتلاف کې واکمنه څيره ده
په عراق کې د شيعه مسلمانانو اتحاد چې د جنورۍ ټاکنو کې د کارول شوو راېې نږدې نيمايي ترلاسه کړي دي د ملي يووالي غږ کړى دى. د اتحاد يو جيگ پوړي مشر عادل عبدالمهدي، ويلي دي چې عراق ټوک ټوک دى ځکه نودا وخت دى چې ټول په گډه سره کار وکړو

د انتخاباتو د پايلو په اړه له وړاندې ورته اټکلونه کېدل خو اوس په دې بحثونه روان دي چې څوک به راتلونکي حکومت کې مهمې چوکۍ اخلي

په عربي چارو کې د بي بي سي څيړونکى مهدي عبدالهدي وايي چې لږ تر لږه يوه خبره يقيني ده. د يوۀ عصري دولت په توگه له رامنځته کېدو را وروسته به د لومړي ځل لپاره يو ټاکل شوى شيعه سياستوال د عراق مشري کوي: عادل عبدالمهدي ، چې ورپسې ابراهيم الجعفري تر ټولو ډېر ور نژدې دى.

دا هغه دوه کسان دي چې د ډېر په آند د لومړي وزارت څوکۍ ته تر ټولو پياوړي سيالان دي. ښاغلى عبدالمهدي چې د خپل عمر د شپېتمو کلونو په سر کې دى، په لويديځ کې روزل شوى يو اقتصاد پوه دى چې د تلونکي لومړي وزير په اداره کې يې د ماليې د وزير په توگه دنده تر سره کوله.

د ټاکنو موقتي نتيجي
News image
په رايو کې د گډون کونکو شمير: ٨،٤٥٦ ميلونه
ثبت شوي رايه ورکونکي: ٥٠ فيصده
نوموړى د يوې پېژندل شوې شيعه کورنۍ دى چې د سياسي فعاليتونو اوږده سابقه لري. نوموړى په نولس سوه شپېتمو کلونو کې د لنډ وخت لپاره د بعث د شړل شوي گوند غړى وه ، خو ډېر ژر د خپلو ټول _عرب سوسياليستي نظرې له امله له دغه گونده وويستل شو.

نوموړى د اسلامپالي سازمان د اسلامي انقلاب د عالي شورا يو وتلى غړى دى، خو وايي چې نه غواړي عراق هم لکه د گاونډي هېواد ايران په شان په يوۀ اسلامي دولت واوړي. د هغه لوى سيال ښاغلي الجفري هم په همدغه نظر دى.

نوموړى يو د فصا حت او راښکون لرونکى يو سياستوال دى. ښاغلى الجعفري د د الدعوه د گوند لوى وياند دى. دا په عراق يو تر ټولو پخوانى اسلامپالى گوند دى. نوموړى د طب ډاکتر دى او د خپل عمر د پنځوسمو کلونو په ورستيو کې دى، او ډېر کلونه يې له هېواد بهر په جلاوطنۍ کې تېر کړي او د صدام حسين د رژيم پر ضد يې هلې ځلې کولې.

له خپل دنياوال نظر سره سره، دواړه دغه کسان د ځواکمنو اسلامپالو سازمانونو استازيتوب کوي. او لا له وړاندې دا پوښتنې راپورته شوي چې دوى به تر کومه ځايه د دې غوښتنې ملاتړ وکړي چې اسلامي شريعت دې د عراق د نوي اساسي قانون په چمتو کولو کې څومره ونډه ولوبوي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت