BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:29 گرينويچ 2005 ,21 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د صدام په محاکمه کې ښکېل وکيل وتښتول شو
صدام حسين
صدام حسين په محکمې کې د خبرو پر مهال ويل چې دغه محکمه نه مني .
يو مدافع وکيل چې د مخکني عراقي ولسمشر صدام حسين د محاکمې په چاره کې ښکېل و، په بغداد کې تښتول شوى دى.

نوموړى د څو ټوپکمارو له خوا د بغداد د ختيځ په يوه سيمه کې له خپل دفتر نه وايستل شو.

پوليسو د تښتول شوي کس نوم سعدون الجنابي ښودلى دى.

ويل شوي چې نوموړى له صدام حسين سره د يوه بل گډ تورن عواد البندر مدافع وکيل و چې محاکمه يې وړمه ورځ پيل شوه.

په يوه بله پېښه کې يو برتانوى خبريال چې د گارډين ورځپاڼې لپاره يې کارکاوه او په بغداد کې تښتول شوى و، روغ رمټ راخوشې شوى دى.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت